02
زيارت, اپریل
3 New Articles

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې د درېیم دورې اوولسمه غونډه، د ښاغلي سید جمیل سادات د مدیره پلاوي د رئیس په مشرۍ او د ښاغلو احمدشاه حکیمی لومړی مرستیال، همایون خواجه زاده د سوداګرۍ مرستیال، عبدالجلیل حریف د پانګونې مرستیال او غلام سخي محمدی د کابل خونه اجرائیه رئیس ګډون درلود.
د مقدماتي خبرو وروسته، غلام سخي محمدی د اجرائیه ریاست راپورونه او وړاندیزونه چې د غونډې آجنډا موضوعات یې هم شامل وو، ګډونوالو ته وړاندې کړل.
وروسته ګډونوالو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه. د بحثونو له بشپړېدو وروسته د خونې مشرتابه د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وکړې.

 

دوشنبه، د کب ۱۱ مه، ۱۴۰۴ کال

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه کمېټې د درېیم پړاو شپاړسمه غونډه، د ښاغلي سید جمیل سادات د مدیره پلاوي د رئیس په مشرۍ او د ښاغلو احمدشاه حکیمی لومړي مرستیال، همایون خواجه‌ زاده د سوداګرۍ مرستیال، عبدالجلیل حریف د پانګونې مرستیال، گل نبی عید‌ی‌ زاده د خدماتو مرستیال، اختر محمد احمدی د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس او غلام سخی محمدی د خونې د اجرائیه رئیس په ګډون ترسره شوه.
وروسته د اجرائیه کمېټې د شپاړسمې غونډې د اجنډا موضوعات د ښاغلي اختر محمد احمدی له لوري غونډې ته وړاندې شول.
همدارنګه، د کابل خونې د اجرائیه ریاست راپورونه او وړاندیزونه د ښاغلي غلام سخی محمدی له خوا غونډې ته وړاندې شول.
د اجنډا د موضوعاتو او همدارنګه د مدیره پلاوي او د اجرائیه ریاست د وړاندیزونو په اړه له هر اړخیز بحث وروسته، د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

 

سه ‌شنبه، د سلواغه ۱۴ مه، ۱۴۰۴ کال

د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي ښاغلو: سید جمیل سادات د مدیره پلاوي رئیس، احمدشاه حکیمی لومړی مرستیال، همایون خواجه‌زاده د سوداګرۍ مرستیال، عبدالجلیل حریف د پانګونې مرستیال، گل نبی عیدی‌زاده د خدماتو مرستیال، اختر محمد احمدی د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس او غلام سخی محمدی د اجرائیوي هیئت رئیس شامل وو، د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ خونې له رئیس ښاغلي مایل آغا خیرخواه سره د یادې خونې د ریاست په مقر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کابل د خصوصي سکتور د فعالیتونو د همغږۍ او لا ښه والي په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

 

سه ‌شنبه، د سلواغه ۱۴ مه، ۱۴۰۴ کال 

ښاغلو: سید جمیل سادات د کابل خونې د مدیره هیئت رئیس، احمدشاه حکیمي د مدیره هیئت لومړی مرستیال، ګل نبي عیدي‌زاده د مدیره هیئت خدماتي مرستیال، اخترمحمد احمدي د مدیره هیئت د دارالانشا رئیس، ذبیح‌الله مومن‌زاده او محمد ناصر صمیم د مدیره هیئت غړي، او غلام سخي محمدي د دې خونې د اجرائیوي هیئت رئیس، د یو شمېر تاجران او د خونې د کارکوونکو په حضور کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت له عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي سره ولیدل.
د کابل خونې د رهبرۍ پلاوي، د ښاغلي سید کریم هاشمي غوره ټاکنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس په توګه، د هغوی د وړتیاوو او د هېواد د خصوصي سکتور د خدمت په برخه کې د هڅو له امله، مبارکي وویله او ورته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.
د کابل خونې د رهبرۍ پلاوي د دې خونې تېر پروګرامونه وڅېړل او د خدمت‌رسونې او له مرکزي خونې سره د همغږۍ په برخه کې یې خپل ژمنتیا اعلان کړه.
ښاغلي سید کریم هاشمي، د خونې عمومي رئیس، د کابل خونې د رهبرۍ پلاوي له حضور څخه مننه وکړه او د مرکز او ولایتونو په کچه د خصوصي سکتور د ستونزو پر حل ټینګار وکړ، او د ننګونو د تعقیب او حل لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

 

دوشنبه، د زمری ۱۳مه، ۱۴۰۴ کال

ښاغلو: سید جمیل سادات د مدیره هیئت رئیس، احمدشاه حکیمي د مدیره هیئت لومړی مرستیال، همایون خواجه‌زاده د مدیره هیئت سوداګریز مرستیال او غلام سخي محمدي د دې خونې د اجرائیوي هیئت رئیس، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت د سوداګریز مرستیال محترم خیرالدین مایل احمدي په حضور کې، د خونې له عمومي رئیس محترم سید کریم هاشمي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د کابل خونې د رهبرۍ هیئت د خصوصي سکتور د ستونزو د رسېدنې او د خونې د چارو د ښه والي په برخه کې د عمومي رئیس د هڅو ستاینه وکړه او محترم هاشمي او د خصوصي سکتور رهبرۍ ته یې د بریاوو هیله څرګنده کړه.
ښاغلي سید کریم هاشمي د کابل خونې د رهبرۍ هیئت له حضور څخه مننه وکړه او د دې خونې د فعالیتونو پر ارزښت یې ټینګار وکړ، همدارنګه یې د مرکزي خونې او ولایتي خونو د وضعیت د ښه والي په برخه کې پر لا زیاتو هڅو تأکید وکړ.

 

سه‌شنبه، د زمری۲۱مه، ۱۴۰۴  کال

د افغانستان د وچې مېوې مارکېټ او نندارتون چې د کابل ښاروالۍ او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د عامه او خصوصي مشارکت په توګه، د شاوخوا ۲۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، نن د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې تر پرانیستل کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال او اجرائیه رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، کابل ښاروالۍ چارواکو، او ګڼ شمېر سوداګرو او د اتحادیو مشرانو ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال، ښاغلي آرین زلګي عظیمي د دې مارکېټ او نندارتون پرانسته د وچې مېوې د سکتور د ودې برخه کې یو مهم ګام وباله.
هغه د بهرنیو بازارونو، په ځانګړي ډول اروپایي هېوادونو او ترکیې کې د وچې مېوو او محصولاتو د خرڅلاو برخه کې د خونې له لوري د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
نورو ویناوالو هم د دې مارکېټ او نندارتون پرانیستل د هېواد د وچې مېوې د سکتور د انسجام او پراختیا لپاره باارزښته وبلل.
دغه نندارتون او مارکېټ د کابل ښار د باغ قاضي اړوند د بهزاد تاریخي سینما ساحه کې جوړ شوی چې ۱۹۰ دوکانونه او د نندارتون دایمي سالون لري.

 

دوشنبه، لیندۍ ۳مه، ۱۴۰۴

د امام ابوحنیفه(رح) د څلورم ملي او نړیوال نندارتون په دویمه ورځ، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي غړو، ښاغلو: سید جمیل سادات د مدیره هیئت رئیس، همایون خواجه‌زاده د مدیره هیئت سوداګریز مرستیال، ذبیح‌الله مؤمن‌زاده د مدیره هیئت غړی او غلام سخي محمدي د دې خونې د اجرائیوي هیئت رئیس، د نندارتون له بېلابېلو برخو او غرفو څخه لیدنه وکړه او د شرکتونو د کار او فعالیتونو د څرنګوالي په اړه یې معلومات واخیستل.

 

سه‌شنبه، د لړم ۲۷ مه، ۱۴۰۴ کال

زیاتې مقالې …