د پروان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محترم حاجي نذير «نوري» د عظیمي ګروپ شرکت رئیس حاجي ذلگی «عظیمی» چې د افغانستان په «یثرب بطری» تولیدي شرکت کې پانګوال دی، له یو شمېر نورو سوداګرو او شرکت لرونکو سره په کابل کې د صنعت د اوونۍ څلورم نندارتون بېلابېلو برخو ته کتنه وکړه.

دغه نندارتون د صنعتي ظرفیتونو، وړتیاوو او لاسته راوړنو نندارې ته وړاندې کولو لپاره جوړ شوی و. په نندارتون کې له ۷۰۰ زیات داخلي تولیدات لکه خوراکي او غیر خوراکي مواد، غالۍ، مشروبات، برقي وسایل او د کور کارونې توکي نندارې ته وړاندې شوي ول.

د پروان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د نندارتون پر مهال له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل او د صنعتي سکتور په پانګونه کې د ملاتړ او هڅونې په اړه یې خبرې وکړې.

راپورونه ښيي چې افغانستان په ګڼو سکتورونو کې ځان بساینې ته رسیدلی او شاوخوا ۶۵۰۰ فابریکې په ټوله هېواد کې فعالې دي. همدارنګه، په تولیدي سکتورونو کې نږدې ۴۲۰ زره کسان کار کوي.