یوه مهمه ناسته د تولیدي شرکتونو د استازو، د فاریاب ولایت د مستوفی صاحب او د صنعت او تجارت ریاست له محترم رئیس سره د هغوی په رسمي دفترونو کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې لاندې اشخاص ګډون درلود: محترم رحمت الله شاهیم د اندخوی د تولیدي شرکتونو د اتحادیې رئیس، محترم علی شیر عنایت زاده د اتحادیې مرستیال، محترم محمد ابراهیم یولداش د اندخوی د بندر د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیر، محترم بسم الله صمدي د اونان شرکت مرستیال، او انجینر مجیب د ضیاء شرکت مرستیال.

په پیل کې، محترم محمد ابراهیم یولداش د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس محترم عبدالمجید نیازی، د عامل مدیر محترم عبدالشکور الفت، او د آقینه او اندخوی بندرونو د ټولو سوداګرو سلامونه او نیکې هیلې د درنو چارواکو حضور ته وړاندې کړې. نوموړي د مستوفیت ریاست او د صنعت او تجارت ریاست د همکارۍ او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د دوی له پاملرنې نه مننه او قدرداني وکړه.

وروسته له هغه، محترم علی شیر عنایت زاده، محترم رحمت الله شاهیم، محترم بسم الله صمدي، او انجینر مجیب الله ضیاء هر یو په نوبت سره خبرې وکړې او د غونډې اړوند خپل نظریات شریک کړل.

په پای کې، دواړو محترمو مقاماتو د شرکتونو د ګډون او فعالیتونو څخه خوښي وښوده او د ټولو سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو د رسیدګۍ ډاډ او ژمنه ورکړه. ناسته د ښې راتلونکې دعا سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۴/۴/۱۶

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۸مه نېټه، په اندخوی ولسوالۍ کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور تر منځ نوبتي ناسته د اندخوی ولسوال محترم الحاج قاري عبدالوکیل متوکل او د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محترم عبدالمجید نیازی په مشری ترسره شوه. دا ناسته د آقینه او اندخوی بندرونو د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه جوړه شوې وه.

ناسته د قاري صاحب الحاج عبدالملک، د امیرعلی شیر نوایي جومات خطیب، لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې، محترم نیازی ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او د اندخوی ولسوالۍ د مقام د هر اړخیز ملاتړ، هڅونې او همکاریو څخه مننه وکړه. نوموړي د فاریاب والي محترم عبدالاحد فضلي د نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني هم وکړه.

د ناستې اجنډا محمد ابراهیم یولداش، د بندر مدیر، ګډونوالو ته وړاندې کړه. وروسته محترم رحمت الله شاهیم، د تولیدي شرکتونو اتحادیې رئیس، علي شیر عنایت زاده، د اتحادیې مرستیال، بسم الله صمدي، د یوه تولیدي شرکت مسؤل، او عبدالشکور الفت، د اتاق عامل مدیر، خپلې خبرې وکړې.

همداراز، د اندخوی ښاروال داملا عتیق الله کریمي ژمنه وکړه چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. په پای کې، اندخوی ولسوال قاري عبدالوکیل متوکل د سوداګرو او تولیدوونکو له هڅو مننه وکړه او د ټولو ستونزو د حل ټینګار یې وکړ.

نن په آقینه تجارتي بندر کې د یو معیاري او ستندرد ټیر پارک د پرانیستې مراسم د مدني او نظامي دولتي چارواکو، سوداګرو، علماوو، روحانیونو او د اندخوی د څلورو ولسوالیو د سپین‌ږیرو په ګډون ترسره شول.
یاد لوی پروژه د ترانسپورت وزارت او خصوصي سکتور په نوښت جوړ شوی، او اوس یې رسماً ګټه‌اخیستنه پیل شوه. په دې پارک کې د مراجعینو لپاره ټول اسانتیاوې او امکانات برابر شوي دي.
په یادو مراسمو کې د فاریاب ولایت د مقام مرستیال، د ترانسپورت وزارت استازی، د خصوصي سکتور استازی، ښاغلی عبدالمجید نیازی د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، د علماوو استازی، د پروژې تطبیقوونکي استازی او د څلورو ولسوالیو د خلکو استازی خبرې وکړې، او د غونډې په پای کې یې د دې پروژې بنسټ کېښود.