د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه او د بلخ ولایت مقام ترمنځ د همغږۍ له مخې، او د دې ولایت د اتاق د چارو د لا ښه انسجام او د سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوی رئیس، مرستیالان او د مشرتابه پلاوي غړي وټاکل شول او په یوه رسمي غونډه کې وپیژندل شول.
په یاده غونډه کې، ښاغلی سید کریم هاشمي، د یما پترول شرکت رئیس او د بلخ ولایت د سوداګریزې ټولنې له پېژندل شوو او فعالو څېرو څخه، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رئیس په توګه، همداراز ښاغلی هارون رشید قاضي د لومړي مرستیال، ښاغلی عبدالمومن ضیایي د دویم مرستیال، او ښاغلی اسدالله اسدي د دارالانشاء رئیس په توګه معرفي شول.
سربېره پر دې، ښاغلي: خیرالدین مایل احمدي، محمد ابراهیم غضنفر، زمری کامگار، نصیر احمد عرب، کمال نبي‌زاده، محمود یوسفزی، الحاج ملا عبدالغفور، محمد یونس آرمان، نصیر احمد سلطان‌زاده، میرویس احمدی، عبدالجمیل زازی، فضل احمد دوستی، محمد یاسین وهاب‌زاده، حبیب الرحمن رحماني، او محمد کامیز صدري د مشرتابه پلاوي د غړو په توګه او ښاغلی مصطفی مومند د اتاق د ویاند په توګه وټاکل شول.
یاد اقدام د سوداګریزو خدمتونو د اسانتیا، د خصوصي سکتور د تقویت، او د سوداګرو او اړوندو ادارو ترمنځ د مؤثرې همغږۍ د .رامنځته کولو په موخه ترسره شوی دی، او تمه ده چې د بلخ ولایت د اقتصادي ودې لپاره به یوه مهمه د  پیاوړې نقطه وي

پنجشنبه، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ ۱۹مه

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا، د نړیوال کار سازمان (ILO) په همکارۍ، د ماشومانو د کار د له‌منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځانګړی محفل جوړ شو.

په دغه محفل کې دولتي چارواکي او د خصوصي سکتور استازي ګډون درلود، چې پکې ښاغلي اسدالله اسدي (د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس)، احمد شکیب اکبري (اجرائیوي آمر)، مولوي سردار محمد حیدري (د بلخ د اقتصاد رئیس)، احمد ولي سنګر (اقتصادي کارپوه)، سید ذین‌الله عثماني (د بلخ د کرنې خونې رئیس)، د کار او ټولنیزو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو استازي، سوداګر، متشبثین او اقتصادي فعالین شامل وو.

د غونډې په پیل کې ښاغلي اسدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ماشومانو د کار منفي اغېزې تشریح کړې او ویې ویل چې خصوصي سکتور کولی شي د دې پدیدې پر ضد مهم رول ولوبوي. نوموړي د ILO له همکارۍ مننه وکړه او د بلخ د اتاق او سوداګرو ژمنتیا یې د اړوندو ادارو سره د همکارۍ لپاره اعلان کړه.

نور ویناوال هم د ماشومانو د کار د مخنیوي، د کورنیو د ملاتړ، او د عامه پوهاوي زیاتوالي په اړه خپل نظریات شریک کړل.

په پای کې، ګډونوالو ژمنه وکړه چې له ګډو هڅو سره، د خصوصي سکتور، دولت او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ، د ماشومانو د کار مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کوي.