04
نهي, نوومبر
1 New Articles

په دې ناسته کې، د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج میرویس ستانکزی، د پخواني رئیس الحاج نورآغا ابراهیمي، د خونی مرستیال الحاج اجمل شینوزاده، د اجراییه مسؤول زکریا نوري، د منی  اتحادیې رئیس محترم مرسلین پاچا، الحاج عبدالحلیم همت، د صنعت او تجارت رئیس محمدخان زواک، او یو شمېر نور د خصوصي سکتور استازي حضور درلود.

د غونډې په پیل کې، محترم والي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، خپلې خبرې د ټاکل شوې اجنډا پر بنسټ پیل کړې. نوموړي د میدان وردګو ولایت د یوه مهم زراعتي ولایت په توګه یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سړو خونو جوړول باید د سهمي پانګونې په بڼه او د خصوصي سکتور سره په نږدې همغږۍ پر مخ ولاړ شي. والي صاحب همداراز زیاته کړه، چې د دې بهیر د پيل او بریا لپاره اړتیا ده چې له خصوصي سکتور څخه هغه اشخاص چې متعهد، امین او وطن‌دوسته وي، وپېژندل شي او مقام ولایت ته معرفي شي.

ورپسې، د خونې اجراییه مسؤول زکریا نوري د داسې غونډو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د مقام ولایت تر نظارت لاندې د دغو ناستو دوام به نه یوازې سوداګرو ته روحیه ورکړي، بلکې د پرمختګ او پانګونې لپاره به هم لاره هواره کړي

الحاج میرویس ستانکزی، د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، د دې غونډې د جوړېدو له امله د ولایت مقام څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د میدان وردګو ولایت تاجران چمتو دي ترڅو د ستندرد سړې خونې په جوړولو کې، که په انفرادي ډول وي او که د سهامی له لارې، فعاله ونډه واخلي. خو له بده مرغه، ځینې ستونزې لکه د دوامدار برېښنا نشتوالی او د مناسب او ستراتیژیک موقعیت لرونکو ځمکو نه‌شتون، د دوی د هڅو مخه نیولې او د زړه‌تنګۍ سبب شوې ده.

د خونی مرستایل محترم اجمل شینوزاده وویل چې میدان وردګ د افغانستان له هغو مهمو ولایتونو څخه دی چې تر ۵۰ سلنه زیات د هېواد د مڼو تولید دلته ترسره کېږي. ښاغلي شینوزاده له اړوندو ادارو وغوښتل چې له خصوصي سکتور سره په نږدې همغږۍ کې دې د مناسبې ځمکې د وېش زمینه برابره کړي.همداراز، مرسلین پاچا، د مڼو اتحادیې مشر، د کرنیزو محصولاتو لپاره د عادلانه بیې نشتوالي او د بار وړلو په پروسه کې د ناعادلانه نوبت له امله اندېښنه وښوده او له چارواکو یې غوښتنه وکړه چې یادې ستونزې ته ژر تر ژره رسیدنه وشي، ځکه دا حالت د مڼو د بسته بندۍ او صادراتو بهیر له ځنډ سره مخ کړی دی. د اتحادیې غړو هم د غونډې پر مهال اشاره وکړه چې د افغان تاجران لپاره د واګه بندر تړل شوی دی او دوی اړ دي چې خپل محصولات د چابهار بندر له لارې هندوستان ته صادر کړي؛ دا لاره اوږده ده او د مڼو د انتقال پر مهال د زیان‌منېدو خطر ډېر لوړوي

په پای کې، محترم الحاج خیرالله خیرخواه، د میدان وردګو ولایت والي، لارښوونه وکړه چې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه دې هغه تاجران وپېژني چې صادق، ژمن او باوري وي، او د دوی نوملړ دې د راتلونکو همکاریو لپاره مقام ولایت ته وسپاري. غونډه د خیر دعا او د هېواد د تاجران او کروندګرو لپاره د بریا هیلو سره پای ته ورسېده

محترم زکریا نوري، د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل، له محترم الحاج احمدشاه محمد، د ام‌سافت ټکنالوژۍ رئیس سره وکتل او د ټکنالوژۍ او سوداګریزې همکارۍ اړوند یې هر اړخیز بحث وکړ.

محترم نوري د ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې: نننی جهان د بې‌سارې چټکتیا سره د ډیجیټالي کېدو پر لور روان دی، او ټول اقتصادي، سوداګریز او خدماتي فعالیتونه د ټکنالوژۍ پر بنسټ ولاړ دي. هغه هېوادونه چې د عصري ټکنالوژۍ له وسایلو برخمن دي، توانېدل چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې ځان ته مهم ځایونه ومومي.د افغانستان سوداګر هم د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د نوي کولو اړتیا درک کړې، او هڅه کوي چې خپل تولیدات او خدمات د مسلکي، اغېزمنو او معتبرو ویب‌سایټونو له لارې نړیوالو ته وړاندې کړي. همداراز ټکنالوژي یوازې د پرمختګ وسیله نه، بلکې یو کلیدي عامل دی چې د بازار ونډه ډېروي، اعتماد رامنځته کوي، او د نړیوالو سیالیو دروازې پرانیزي. ښاغلي نوري همداراز وویل نن ورځ مسلکي ویب‌سایټونه د هر خصوصي سکتور لپاره یو اساسي ضرورت ګرځېدلی؛ که تولیدي وي، که خدماتي، که سوداګریز یا پانګوال. د ډیجیټال حضور پرته، د نویو مارکیتونو موندل، د نړیوالو پیرېدونکو جذب، او د برانډ مؤثره معرفي ناشوني برېښي.

محترم احمدشاه محمد، د ام‌سافت تکنالوژی شرکت رئیس، په دې لیدنه کې د خپلې کمپنۍ د فعالیتونو، خدماتو او نمایندګیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې ام‌سافت تکنالوژی له له شلو کلونو څخه ډېر کاري تجربې سره، په  ممختلفو برخو کې لکه ویب‌سایټونو جوړول، پرمختللي ډیټابیسونه ډیزاین او رامنځته کول، د تولیدي، تجارتي، صنعتي شرکتونو، صرافیو، درملتونونو او سوپرمارکیټونو لپاره، پراخ او تخصصي فعالیتونه ترسره کوي. نوموړي دا هم څرګنده کړه چې یاد شرکت پلان لري چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره د تفاهم‌لیک تر لاسلیک وروسته، هغو سوداګرو ته چې د خونې له لوري ور معرفي کېږي، په ویب‌سایټونو او ډیټابیسونو جوړولو کې ځانګړي تخفیفونه ورکړي

دغه مهمه ناسته، د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې په تالار کې د دې لپاره جوړه شوې وه چې د زلزله‌ځپلو هېوادوالو لپاره مالي او انساني مرستې راټولې شي. په یاده ناسته کې، د صنعت او تجارت رئیس انجنیر خان محمد زواک، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل  زکریا نوري، د میدان‌شهر د اتحادیو مشران، او یو شمېر تاجران، مشران او د خصوصي سکتور استازي ګډون کړی وو. ناسته د زکریا نوري د وینا سره پیل شوه. نوموړي د دې ناورین د انساني اړخونو یادونه وکړه او وویل چې د ټول ملت، په ځانګړي ډول د تاجرانو او پانګوالو ديني، ايماني او ملي مسؤولیت دی چې له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړي.ورپسې انجنیر خان محمد زواک له د اتحادیو له مسؤلینو او تاجرانو وغوښتل چې د مرستو راټولولو په برخه کې پراخه همکاري وکړي.

د ناستې له پرېکړې سره سم، ټولې نغدي مرستې به د اتحادیو له لوري راټولیږي او وروسته به هغه ځانګړې کمېټې ته وسپارل شي چې د مقام ولایت له لوري ټاکل شوې او د صنعت او تجارت ریاست او د سوداګرۍ خونې استازي پکې شامل دي.

ناسته د ازاد بحث له لارې دوام وکړ، چې پکې ګډونوالو د مرستو د تنظیم، شفاف راټولونې او عادلانه وېش په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. په پای کې، ګډونوالو د یووالي، ژمنتیا او بشپړ ملاتړ څرګندولو سره، له دې انساني اقدام څخه ملاتړ اعلان کړ.

 په میدان وردګو ولایت کې د صنعتي پارک لپاره د ځانګړې شوې (ریزر‌في) ساحې توپوګرافۍ سروی په عملي توګه پیل شوې او دا مهال په چټکۍ سره روانه ده. دا سروی شاوخوا ۴۵۰ جریبه ځمکه رانغاړي، او موخه یې د یاد صنعتي پارک لپاره د تفصیلي پلان ترتیبول دي.په دې سروی کې له عصري تجهیزاتو، لکه «ټوتل سټیشن» څخه استفاده کېږي، چې د لوړ دقت او لیزري ټکنالوژۍ له لارې د ساحې دقیق معلومات ثبتوي.د سروی تر بشپړېدو وروسته به د پارک تفصیلي پلان جوړ شي، چې له مخې به یې په ولایت کې د یو معیاري او منظم صنعتي پارک د جوړېدو او پراختیا زمینه برابره شي.

زکریا نوري، د میدان وردګو ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، د دې پروژې پر اهمیت ټینګار کوي او دا پروژه د ولایت د اقتصادي او صنعتي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره یو اغېزمن ګام ګڼي. د نوموړي په باور، د صنعتي پارکونو پراختیا کولی شي په ولایت کې نوې پانګونې جذب کړي، چې له امله به یې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

له بلې خوا، دا مهال له شپږو زیاتې تولیدي کمپنۍ د میدان وردګو ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک کې د بنسټیزو جوړښتونو کارونه پیل کړي دي. یاد پارک د ۱۲۵۰ جریبه ځمکې په مجموعي مساحت سره، د ولایت په کچه له مهمو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي.

تر هغې وروسته چې ددې پارک سروی بشپړه او تفصیلي پلان به یی ترتیب شي، دا پارک به هم د بهره‌بردارۍ لپاره چمتو چې دا به د متوازن پرمختګ او اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې یو اساسي ګام وي.

د غازي محمد جان خان په پروژه کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې سترې سړې خونې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه. دا پروژه د ښاروالۍ، کور او ښار جوړولو، زراعت، سوداګرۍ او پانګونې خونې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو په همغږۍ او همکارۍ، د خصوصي سکتور له لوري پیل شوې ده. د سړې خونې مجموعي ظرفیت له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ ټنه دی، چې د سیمې کرنیزو محصولاتو د ساتنې، صادراتو او ارزښت زیاتونې لپاره به مهم رول ولوبوي.

په دې پروژه کې شاوخوا سل کسانو ته د کار زمینه برابرېږي، او تمه ده چې د جوړېدو چارې یې په نږدې دوو میاشتو کې بشپړې شي.د پرانیستې په مراسمو کې د ولایت والي ښاغلي قاري صاحب بختیار معاذ، د اړوندو ریاستونو مسؤلین، پانګوال او ښاریان ګډون کړی و. زکریا نوري، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل، دا پروژه یو مهم اقتصادي ګام وباله او د عامه او خصوصي مشارکت یو بریالی مثال یې وګاڼه

د اتحادیې رئیس محترم مجیب الزحمن شهاب څرګنده کړه چې په میدان وردګو کې شاوخوا ۲۵۰ کوچني او لوی فارمونه شته چې نږدې ۵۰،۰۰۰ د شاتو مچیو صندوقونه لري. که د یوه صندوق ارزښت یوازې ۴،۰۰۰ افغانی حساب شي، نو دا برخه نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو پانګونې ته اړتیا لري — دا په داسې حال کې ده چې نور اړوند تجهیزات پکې نه دي شامل شوي.یاد فارمونه نه یوازې له ولایتونو، بلکې له هېواده بهر هم هغو سیمو ته انتقالېږي چې د لوړ کیفیت شاتو د تولید وړتیا لري. هر فارم کې شاوخوا ۵ تنه مسلکي کارکوونکي فعال دي، چې ټول ټال ۱۲۵۰ کسان کېږي.

د فارمونو له لارې لومړۍ درجه شات تولیدېږي، چې د نړیوال بازار له معیار سره برابر دي، لکه شین‌شوبي، سنخلي، گلبخورک، خرنکي، د بابا د غرونو شات، ریحان، جمبلک او نور. هر کال شاوخوا ۷۵۰ ټنه شات راټولېږي، چې که په اوسط ډول یو کیلو په ۴۰۰ افغانی وپلورل شي، نږدې ۳۰۰ میلیونه افغانی عواید تر لاسه کېږي. د غونډې پای کې د سوداګرۍ خونې مسؤلینو ژمنه وکړه چې د زنبوردارانو ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، ترڅو لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د "افغان قرغز" د کان کیندنې او پروسس شرکت د معززو شخصیتونو لکه: الحاج هدایت‌الله بدري د معادن او پټرولیم سرپرست وزیر، شیخ انورالحق انور د اداري چارو رئیس، قاري بختیار معاذ د میدان وردګو والي، د میدان وردګو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړو او نورو محلي چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

ښاغلي معاذ، مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې شرکت پرانیسته د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو ته مبارکي ورکړه او د خصوصي سکتور دا ډول اقدامات یې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ارزښتناک وبلل. هغه وویل، چې د یاد ولایت مقام به د فابریکو، سړې خونې او صنعتي پروژو په برخه کې پوره ملاتړ کوي، او د خصوصي سکتور ستونزې به له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره شریکې کړي.

د "افغان قرغز" د کان کیندنې او پروسس شرکت رئیس، د لوړپوړو مېلمنو له ګډون څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې انتیموان یو مهم او ستراتیژیک عنصر دی، چې په طبیعت کې د نقرې رنګ لرونکی او شکننده نیمه فلز دی، او اکثره وختونه په مرکبي بڼه موندل کېږي. نوموړي د دغه فلز پر پراخو کارونو رڼا واچوله، او وې ویل چې دا فلز په بیټرۍ جوړولو، نظامي وسایلو، ښیښه‌سازۍ، سرامیک او درمل جوړونې کې حیاتي رول لري.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان، په ځانګړي ډول میدان وردګ، د انتیموانو غني زیرمې لري او د استیبنایت پراخ کانونه د استخراج او پروسس لپاره زمینه برابروي. هغه وویل، د دې پروژې له تطبیق سره به هر کال تر ۲۰ میلیونه افغانیو زیات عواید د دولت خزانې ته ولویږي او له ۴۰۰ زیات کسان به په مستقیم ډول په کار بوخت شي. دغه راز، د دې ارزښتناک فلز صادرات به د سیمې هېوادونو ته پیل شي.

محترم شیخ صاحب انورالحق انور، د امارت اسلامي د اداري چارو رئیس، د افغان قرغز شرکت هڅې وستایلې او دا ډول پروژې یې د اقتصادي خپلواکۍ، ملي نوښت او د حکومت لاسته راوړنې وبللې. هغه ټینګار وکړ چې امارت اسلامي به د قوي ارادې او منظم سیاستونو له لارې د هېواد د صنعتي کېدو او اقتصادي خپلواکۍ زوړ خوب رښتیا کړي.

الحاج هدایت‌الله بدري زیاته کړه چې میدان وردګ یوازې یو زراعتي ولایت نه دی، بلکې د کانونو له پلوه یو شتمن ولایت دی، چې دا ظرفیت لري چې د افغانستان اقتصادي خپلواکي ته لاره هواره کړي. له بده مرغه، د اشغال پر مهال دا کانونه غیرقانوني ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېدل، خو اوس د امارت اسلامي تر حاکمیت لاندې د کانونو قانوني استخراج او پروسس دننه په هېواد کې پیل شوی دی.

زیاتې مقالې …