د هېواد ته د راستنېدونکو عزیزو هېوادوالو د باعزته انتقال لړۍ هره ورځ د هرات ولایت د خصوصي سکتور د رضا کارو ټیم لخوا تعقیبېږي، او خوشبختانه دا بهیر په ښه ډول پرمخ روان دی.

د یادونې وړ ده چې د هرات خصوصي سکتور د خپلې لوړې همت له مخې د راستنېدونکو هېوادوالو د انتقال مسئولیت پر غاړه اخیستی، او هره ورځ سلګونه کسان له اسلام‌قلعه سرحد څخه د هېواد مرکز ته انتقالېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې محترم رهبري پلاوی دا ستر بریا، لومړی د اتاق تجارت مرستیال الحاج محمد لطیف قناویزیان ته چې د "سوپرکولا" نړیوال شرکت رئیس هم دی، او بیا د دې ستر تولیدي شرکت ټولو کارکوونکو ته مبارکي وايي.

یادونه باید وشي چې د هرات ولایت "سوپرکولا" شرکت دا ستر ویاړ د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت له لوري د ملي صادراتو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، پرله‌پسې شپږم کال ترلاسه کړ.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، محترم محمد یونس قاضي‌زاده، په هغه ستر نندارتون کې ګډون وکړ چې د "ګل زعفران" او د هرات ولایت د کورنیو محصولاتو تر عنوان لاندې د آسمان تالار کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، د دولتي ادارو رئیسانو، سوداګرو، پانګوالو او صنعت‌کارانو په ګډون پرانیستل شو.

محترم قاضي‌زاده د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې افغانستان، په ځانګړي ډول هرات، د زعفرانو د کر او راټولولو لپاره لوړ ظرفیت لري او زعفران یې د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړی دی. نوموړي همداراز د افغانستان د ملي پانګوالو هڅې وستایلې او ویې ویل چې د هېواد صنعت هم ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

په دې ناسته کې محترم مولوي بشیر محمد سیرت د صنعت او تجارت رئیس، محترم احمدالله متقي د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو د زعفرانو ارزښت او د کورني صنعت د ودې په اړه خبرې وکړې.

یاده دې وي چې په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه ډېر غرفې شته، چې پکې د هرات د صنعتي ښارګوټي بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي او دا نندارتون به د څلورو ورځو لپاره د خلکو پرمخ پرانستی وي.

نن د هرات ولایت د خصوصي سکتور د مرستو کمیټې رضا کاره ډله د اسلام‌قلعه بندر ته واستول شوه، ترڅو د هیوادوالو د باعزته انتقال بهیر تعقیب کړي او یو شمېر بیرته راستانه شوي هیوادوال یې کابل ته ورسول.

یاده دې وي چې نن نه یوازې د اسلام‌قلعه له لارې راستانه شوي هیوادوال، بلکې د هرات ښار له دننه څخه هم یو شمېر سرګردانه عودت کوونکي د دې کمیټې له خوا کابل ته ولېږدول شول.

د بیرته راستانه شویو هیوادوالو د باعزته انتقال بهیر هره ورځ د هرات ولایت د خصوصي سکتور د مرستو کمیټې له خوا پرمخ وړل کېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشر او د هرات د خصوصي سکتور د مرستندويه کمېټې مشر محترم محمدیونس قاضي‌زاده، د هرات د خصوصي سکتور د مرستندويه کمېټې غړی او د دې ولایت د صنایعو او کانونو د اتاق مشر محترم الحاج ناصر امین، د خدماتو مرستیال محترم الحاج عبدالله دشتي، د مالي چارو رئیس محترم الحاج انجنیر محمد ګل محمودي، اجرایوي آمر محترم محمد یوسف امین او د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارانو یوې ډلې د اسلام کلا پولې ته سفر وکړ او د وضعیت د ارزونې پرمهال، چې اوس مهال د سیمه ییزو چارواکو لخوا تر کنټرول لاندې دی، دوی د اسلام کلا پولې څخه کابل ولایت ته د افغان کډوالو د لیږد لویه پروسه پیل کړه.

د هرات ولایت د خصوصي سکتور مرستندويه کمیټه، چې د هرات ولایت د والي شیخ‌الحدیث الحاج مولانا نوراحمد اسلام‌جار په نوښت او د دې ولایت د ملي سوداګرو او خیریه بسپنه ورکوونکو په شتون سره جوړه شوې وه، دې کمیټې د اسلام کلا په پوله کې د محترمو سیمه ایزو چارواکو سره په همغږۍ کې، له دې پولې څخه د هیواد پلازمینې ته د افغان کډوالو د لیږد لوی پروګرام نن پیل کړ.

د یادونې وړ ده چې دا کمیټه، چې مشري یې د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشر محمدیونس قاضي‌زاده کوي، ټاکل شوې ده چې له نن څخه او په راتلونکو ورځو کې د ولایت د خصوصي سکتور په لګښت پنځه زره (۵۰۰۰) راستنیدونکي کابل ته انتقال کړي.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د “مالي تحلیل، مالي ریسک مدیریت او مالي پلان جوړونې” تر عنوان لاندې یو ورځنی تخصصي ورکشاپ د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ مشورې مرکز په تخنیکي همکارۍ، او د پانګوالو، سوداګرو او خصوصي سکتور د استازو په حضور کې جوړ شو.

د ورکشاپ په پیل کې، د هرات د اتاق رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي‌زاده وویل چې د دې پروګرام تنظیم د اتاق د مشرتابه د مستقیم ملاتړ څرګندونه کوي او دا یې یو مهم ګام وباله چې د مالي تحلیل، مالي خطر مدیریت او مالي پلان جوړونې زده کړې کولی شي د سوداګرۍ ښه مدیریت ته لاره هواره کړي.

په دوام کې، د پوهنتون یو شمېر استادانو او متخصصینو د ګډونوالو لپاره دقیق او ګټور معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې ډېر نوي کاروبارونه د مالي تحلیل په برخه کې کافي مهارت نه لري، او دا ډول ورکشاپونه کولی شي د دوی ظرفیت د ګټې ارزونې، لګښتونو مدیریت او پانګوالو جذب په برخو کې لوړ کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه ژمنه وکړه چې د تجارت د ودې او د پانګوالو د ظرفیت لوړولو لپاره به د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ مشورې مرکز په همکارۍ نور تخصصي او روزنیز ورکشاپونه هم تنظیم کړي. دا پروګرامونه د مالي پوهې لوړولو، تجارتي فرصتونو پیژندنې او د محلي سوداګرو د توانمندسازۍ موخه لري، او د اقتصادي فعالینو ترمنځ د تجربو تبادله برابروي.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي ناسته د افغانستان د بدني روزنې او ورزش له عمومي رئیس او د هغه له پلاوي سره وشوه، چې پکې د هېواد د ورزش او ورزشکارانو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې محترم الحاج احمد سعید صدیقي د سوداګرۍ مرستیال، محترم الحاج انجنیر محمد ګل محمودي د مالي چارو رئیس، محترم الحاج سید جمال‌الدین هاشمي د نړیوالو اړیکو رئیس، او محترم محمد یوسف امین د اجرائیوي ریاست آمر ګډون کړی و. دوی وویل چې د هېواد خصوصي سکتور چمتو دی د ورزش د ودې او پراختیا لپاره د لویو پروګرامونو ملاتړ وکړي او له د بدني روزنې له عمومي ریاست سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، محترم حمدالله وثیق، د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس د خصوصي سکتور له مرستو مننه وکړه، او ویې ویل چې ډېر ژر به یو ستر ورزشي پروګرام د نړیوالو ورزشکارانو په ګډون د هرات په کوربه‌توب ترسره شي. نوموړي د یاد پروګرام په عملي کولو کې د هرات د اتاق د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه ژمنه وکړه چې د دې ستر ورزشي پروګرام د بریالي ترسره کېدو لپاره به هر اړخیز ملاتړ وکړي.

زیاتې مقالې …