د پنجشیر د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یو فعال بنسټ دی چې د سوداګرو ملاتړ، پانګونې ته د اسانتیا برابرول، او د خصوصي سکتور او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره کار کوي. دا اتاق د مشورتي خدمتونو، د سوداګریزو چارو د تعقیب، او له اړوندو ادارو سره د همکارۍ له لارې، د پنجشیر ولایت په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
نن په آقینه تجارتي بندر کې د یو معیاري او ستندرد ټیر پارک د پرانیستې مراسم د مدني او نظامي دولتي چارواکو، سوداګرو، علماوو، روحانیونو او د اندخوی د څلورو ولسوالیو د سپینږیرو په ګډون ترسره شول.
یاد لوی پروژه د ترانسپورت وزارت او خصوصي سکتور په نوښت جوړ شوی، او اوس یې رسماً ګټهاخیستنه پیل شوه. په دې پارک کې د مراجعینو لپاره ټول اسانتیاوې او امکانات برابر شوي دي.
په یادو مراسمو کې د فاریاب ولایت د مقام مرستیال، د ترانسپورت وزارت استازی، د خصوصي سکتور استازی، ښاغلی عبدالمجید نیازی د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، د علماوو استازی، د پروژې تطبیقوونکي استازی او د څلورو ولسوالیو د خلکو استازی خبرې وکړې، او د غونډې په پای کې یې د دې پروژې بنسټ کېښود.