د فراه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د شیخ ابونصر فراهی بندر کې د سوداګرو او د هغوی د استازو ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، په ځانګړي ډول د سرحدي بازار او ځانګړې اقتصادي ساحې په برخه کې. له مهمو موضوعاتو څخه یو د باروړونکو موټرو د تګ راتګ بهیر چټکول، د سوداګرو د استازو معرفيکول د بازار ته د تګ راتګ کارت د ترلاسه کولو لپاره، او هغه اضافي لګښتونه کمول دي چې د توقف او شپې تیرولو له امله د ایراني چارواکو له خوا له سوداګرو اخیستل کېږي. دا ټول موارد د اتاق له لوري په جدي توګه تعقیب شوي دي.
د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۰مه نېټه، د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د فراه والي الحاج غوثالدین "رهبر" په مشرۍ او د فراه د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رئیس الحاج دین محمد "نعمتي" په ملتیا، د دوهاړخیزو همکاریو د پراخولو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت بیرجند ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې له د بیرجند والي ښاغلي سید محمد رضا "هاشمي" سره د سوداګرۍ، ترانسپورت او پانګونې په برخو کې د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وشوې. همداراز د افغان سوداګرو پر مخ پراته ستونزې هم مطرح شوې.
د دې سفر په لړ کې، نن یکشنبه د غبرګولي ۱۱مه، د فراه او بیرجند د خصوصي سکتورونو ترمنځ یوه مهمه اقتصادي تفاهمنامه لاسلیک شوه. د دې تفاهمنامې موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د متقابلې پانګونې زمینه برابرول، او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی بلل شوی دی.