د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي سفر بیرجند ولایت ته او د فراه او بیرجند خصوصي سکتورونو ترمنځ د اقتصادي تفاهمنامې لاسلیک

فراه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۰مه نېټه، د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د فراه والي الحاج غوث‌الدین "رهبر" په مشرۍ او د فراه د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رئیس الحاج دین محمد "نعمت‌ي" په ملتیا، د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخولو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت بیرجند ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې له د بیرجند والي ښاغلي سید محمد رضا "هاشمي" سره د سوداګرۍ، ترانسپورت او پانګونې په برخو کې د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وشوې. همداراز د افغان سوداګرو پر مخ پراته ستونزې هم مطرح شوې.
د دې سفر په لړ کې، نن یکشنبه د غبرګولي ۱۱مه، د فراه او بیرجند د خصوصي سکتورونو ترمنځ یوه مهمه اقتصادي تفاهمنامه لاسلیک شوه. د دې تفاهمنامې موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د متقابلې پانګونې زمینه برابرول، او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی بلل شوی دی.