• ‌English
  • دری
  • پشتو

Sidebar

ژبی

  • ‌English
  • دری
  • پشتو

پانی

  • لومړی پاڼه
  • ولایاتونه
    • کابل
    • کندهار
    • هرات
    • بلخ
    • ننگرهار
    • کندز
    • غزنی
    • هلمند
    • پروان
    • پکتیا
    • خوست
    • بدخشان
    • فاریاب
    • لغمان
    • وردک
    • لوگر
    • پکتیکا
    • فراه
    • بادغیس
    • تخار
    • بامیان
    • کاپیسا
    • سپین بولدک
    • اندخوی
    • پنجشیر
    • نیمروز
    • جوزجان
    • کنر
    • زابل
    • ارزگان
  • ولایتی زېرمتون
    • د کابل زېرمتون
    • د کندهار زېرمتون
    • د هرات زېرمتون
    • د بلخ زېرمتون
    • د ننگرهار زېرمتون
    • د کندز زېرمتون
    • د غزنی زېرمتون
    • د هلمند زېرمتون
    • د پروان زېرمتون
    • د پکتیا زېرمتون
    • د خوست زېرمتون
    • د بدخشان زېرمتون
    • د فاریاب زېرمتون
    • د لغمان زېرمتون
    • د وردک زېرمتون
    • د لوگر زېرمتون
    • د پکتیکا زېرمتون
    • د فراه زېرمتون
    • د بادغیس زېرمتون
    • د تخار زېرمتون
    • د بامیان زېرمتون
    • د کاپیسا زېرمتون
    • د سپین بولدک زېرمتون
    • د اندخوی زېرمتون
    • د ‌‌پنجشیر زېرمتون
    • د نیمروز زېرمتون
    • د جوزجان زېرمتون
    • د کنر زېرمتون
    • د زابل زېرمتون
    • د ارزگان زېرمتون
  • خپرونې
  • موږ سره اړيکې
ACCI's Provincial Chambers ACCI's Provincial Chambers THE VOICE OF PRIVATE SECTOR

د خصوصی سکتور اوچت غږ

03
اتوار, اګست
52 New Articles
  • لومړی پاڼه
  • ولایاتونه
    • کابل
    • کندهار
    • هرات
    • بلخ
    • ننگرهار
    • کندز
    • غزنی
    • هلمند
    • پروان
    • پکتیا
    • خوست
    • بدخشان
    • فاریاب
    • لغمان
    • وردک
    • لوگر
    • پکتیکا
    • فراه
    • بادغیس
    • تخار
    • بامیان
    • کاپیسا
    • سپین بولدک
    • اندخوی
    • پنجشیر
    • نیمروز
    • جوزجان
    • کنر
    • زابل
    • ارزگان
  • ولایتی زېرمتون
    • د کابل زېرمتون
    • د کندهار زېرمتون
    • د هرات زېرمتون
    • د بلخ زېرمتون
    • د ننگرهار زېرمتون
    • د کندز زېرمتون
    • د غزنی زېرمتون
    • د هلمند زېرمتون
    • د پروان زېرمتون
    • د پکتیا زېرمتون
    • د خوست زېرمتون
    • د بدخشان زېرمتون
    • د فاریاب زېرمتون
    • د لغمان زېرمتون
    • د وردک زېرمتون
    • د لوگر زېرمتون
    • د پکتیکا زېرمتون
    • د فراه زېرمتون
    • د بادغیس زېرمتون
    • د تخار زېرمتون
    • د بامیان زېرمتون
    • د کاپیسا زېرمتون
    • د سپین بولدک زېرمتون
    • د اندخوی زېرمتون
    • د ‌‌پنجشیر زېرمتون
    • د نیمروز زېرمتون
    • د جوزجان زېرمتون
    • د کنر زېرمتون
    • د زابل زېرمتون
    • د ارزگان زېرمتون
  • خپرونې
  • موږ سره اړيکې
کندهار

نن د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ریاست کې د صادراتو او وارداتو اړوند یوه لویه غونډه جوړه شوه

جزئیات
08 جولای 2025

په پیل کی د قاری ګل محمد مسلم لخوا د قرآن عظیم الشان څو مبارک آیاتونه تلاوت سول.
وروسته د سوداګرۍ او پانګونی خونی رئیس الحاج مُحمد صدیق ( مُهمند ) ټولو راغلو میلمنو په خاصه د پاکستان هیواد قونسل ، د بهرنیو اړیکو محترم رئیس ، د ګمرک ریاست استازو ، د زراعت ریـاست محترم رئـیس مـولوی عبدالرشید مـنیب ، ملی تاجرانو او حاضرینو ته ښه راغلاست ووایه او د تجارت د پراختیا او لا ښه سوداګریزو چارو په اړه ئی خبری وکړی.
وروسته د بهرنیو اړبکو رئیس شـیخ صاحب د هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو ښه همسایتوب او لا ښو تجارتی اړیکو په اړه خبری وکړی او هم ئی د پاکسـتان هیواد نوی قونسل ښاغلی ویس احمد ته ښه راغلاست ووایه او غوښتنه ئی وکړل چی د خلګو او تجارت لپاره پوره سهولتونه برابر کړی او زموږ د هغو خلګو چی پاکسـتان هیواد ته د مرضیو د علاج او نورو کارونو لپاره ځی د ویزو سهولتونه برابر کړل سی همدارنګه ئی په تجارت صادراتو او وارداتو کی د پوره سهولتونو رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.
وروسته د تازه میوی کمیسون رئیس سید یاقوت شاه اغا وویل چی د ویـزو موضوع ډیره مـهمه ده باید په لږ وخت کی ورکول سی چی تاجران په دغه وخت کی عـاجل ضـرورت لری د میوو د محصولاتو په اړوند موږ کوشش کړیدی د ګمرک د جـر موضوع کی تیرکال همکاری سویده سږکال هم باید مرسته وسی تر څو میوی خرابـی نسی او اجراآت ئی ژر وسی.
د هیئت مدیری محترم غړی او د حل منازعات کمیټی رئیس حاجی عبدالاحد صدیقی د خپلو خبرو په ترڅ کی وویل چی د افـغانستان او پاکسـتان ترمنځ تجارت ډیر مهم او لازمی دی او ددوی د ګـډ سکتور په واسطه هر ډول مشکلات حل کیدلای سی اوس قـاچـاق نسته ټول تجارت په اصولی ډول صورت نیسی.
موږ مجـبور یو چی مکمل اسناد د هر جنس سره وی او کله چی د چمـن په ګـمرک کی مال محصول سو او سند ئی ترلاسه کړ باید په ټول پاکستان کی هغه سند وچلیږی نه دا چی په هر ځای کی پر لاری زموږ مالونو ته مـشکلات پیداکیږی تجارت او تاجر ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی قوی کوی.
وروسته د تازه میوی د مارکیټ مشر ښاغلی حاجی محمد کندهاری وویل : پاکستان د تازه میوی تعرفی دومره لوړی کړیدی چی په هیڅ صورت کی موږ ګټه نـسو کولای د سختو تـاوانو سره مخـامخ یو تیر کال هم موږ تـاوان کړیدی او اوس هم د تـاوان سره مخ یو د چمـن ددروازی څخه تر کویـټی پوری زموږ د تجارتی موټرانو په مخ کی خـنډونه سته نوی لاره جوړه سویده کار نه ځنی اخیستل کیږی خلګ د مشکلاتو سره مخامخ دی.
وروسته مـولوی عبدالرشـید منـیب د کرهڼی او مالدارۍ ریاست رئیس وویل چی موږ ستاسو سره همکار یو او انشاءالله لازم سهولتونه به تاجرانو ته برابروو او زما هـدایت کارمندانو ته دادی چی خپل خدمات په ښه ډول تر سره کړی.
همدارنګه د ګمرک استازی هم د تجارت پراختیا او د سهولتونو اړوند ډاډ څرګند کړ.
ورپسی په کندهار کی د پاکسـتان هیواد سرقونسل ښاغلی ویس احمد وویل زه چی نوی راغلم د مسئولینو سره می وکتل د سرحـداتو څخه می لیدنه وکړل او په هغه شیانو کی چی والـی صاحب تشویـش درلود یادونه وکړل او د مـشکلاتو د حل اړوند تصامیم نیول سویدی ښه خبره داده څه چی کوو هغه باید ووایو او کوشش کوم چی مـشکلات حل سی او ټولی چاری د برترۍ خواته ولاړي سي ښه خبره داده چی هر څه سته ګمرک سته ، زراعت ریاست سته او ټولی چاری په ښه ډول پر مخ ځی غوښتنه مو داده چی قانـونی تجارت وسی او هیڅ ډول غـیر قانـونی عمل په تجارت کی ونسی په خاصه د قاچـاق مخه ونیسو او د ویزو د مسئول بابر صاحب څخه هیله کوم چی د ویزو په برخه کی هرڅومره چی کیږی سهولت رامنځته کړی د تعرفو د صفر کیدو په اړه هم کار روان دی.
په آخر کی د کندهار د سوداګرۍ او پانګونی رئیس الحاج محمد صدیق ( مهمند ) په کندهار کی د پاکستان هیواد سرقونسل ته د اتاق تجارت د تاریخی سابقی او د کندهار د تازه میوی د صادراتو او کیفیت په اړه معلومات ورکړل او ورڅخه ئی د لا ښو تجارتی اړیکو په اړه غوښتنه وکړل چی متقابلاً ډاډ ورکړل سو.
غونډه د دعائي په ویلو پای ته ورسیده.

نېټه: دوشنبه، د ۱۴۰۴ کال د سرطان ۱۶ مه

کندهار
جزئیات
08 جولای 2025

نن د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ریاست کې د صادراتو او وارداتو اړوند یوه لویه غونډه جوړه شوه (2)

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ۱۳۱۹ کال کې تاسیس شوی دی. له هغې راپه‌دېخوا د خصوصي سکتور یو پیاوړی او فعال غږ پاتې شوی، او د خپلو غوره خدمتونو له امله، د جنوب‌لویدیځو ولایتونو ډېری سوداګر خپل صادرات د همدې اتاق له لارې بهر ته لېږي.

یاد اتاق د خپلو عوایدو په مټ، په عینو مېنه ښارګوټي کې په دوو جریبه ځمکه کې یو عصري څلور پوړیزه ودانۍ جوړه کړې ده چې ۶۰۰۰ متره مربع مساحت لري. دا ودانۍ تل د مرکز، ولایتونو او نړیوالو ادارو مهمو غونډو کوربه وي او د سوداګرو ترمنځ د تجارتي شخړو د حل یو منلی مراجع ګڼل کېږي.

Provincial Chambers Videos

  • Provincial Videos

ACCI's Provincial Chambers

خدمتونه

  • نړيوالو چارو اړيکی
  • د صنايعو او پانګونی پراختيا
  • د دولت سره د اړيکو او حقوقی خدمتونه
  • د تیر کارنت صادر کول

ټولنيزو شبکو

  • Facebook
  • Twitter
  • Youtube

غړيتوب

  • غړيتوب
  • غړيتوب گتی
  • د جمعی نهاد ثبتول

 

 

آدرس

  • چمن حضوری، کابل ننداری کابل، افغانستان
  • د اړيکې شمیره: 0700297718
  • ایمیل: info@acci.org.af
Copyright © 2025 All Rights Reserved. Powered by ACCI's Provincial Chambers