نن د شنبې ورځ د 1404/4/7 نیټه د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس حاجي محمد شفیق اڅکزي د سپین بولدک ولسوالۍ د یخي کار خانو مالکانو د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست کې وکتل چې اول معاون حاجی سعدالله تورجان هم موجود ؤ.

د سپین بولدک ولسوالۍ د یخي کارخانې مالکانو خپلې ستونزې او مشکلات ورته بیان کړل، او د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس حاجي محمد شفیق اڅکزی د دوی ستونزې په غور سره واورېدې، او د یخي کارخانو د مالکانو څخه یې مننه وکړه چې تاسې په سپین بولدک ولسوالۍ کې سرمایه ګذاري کړې ده.

همداراز، نوموړي له دوی وغوښتل چې په پام کې نیولو سره چې زیاته ګرمي را روانه ده، د بولدک ولسوالۍ لپاره یخه پوره کړئ او بازار ته یخه په ښه کیفیت او مناسب قیمت وړاندې کړئ.

د یخي کارخانو مالکانو ټولو ژمنه وکړه چې دوی به په خپلو کې یووالی وساتي، یخه به په ښه کیفیت بازار ته عرضه کوي، او نرخ به نه لوړوي.

په دغه غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د پیښو سره د مبارزې اماده ګۍ ملي ادارې سرپرست جناب ترابی صاحب، د کندهار ولایت محترم والي حاجی ملا صاحب، د اضطرار رئیس قاری محمد خوشحال صاحب، د کندهار ولایت د پیښو سره مبارزې د اماده ګۍ ملی ادارې رئیس قاري عبدالسلام عمري، د کندهار د ترانسپورټ رئیس مولوي ادم صاحب، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس حاجی محمدصدیق مهمند، د مدیره هئیت غړی هوتکی صاحب، د سپین بولدک ولسوالۍ محترم ولسوال مولوي رحیم الله محمود صاحب، امنیه قومندان مولوي محمود صاحب، د علماؤ شورا رئیس مولوي محمدادریس صاحب، او د علماؤ شورا غړي، قومي مشران، د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج محمدشفیق اڅکزی، اول معاون حاجی سعدالله تورجان، او د کاکړانو منډۍ زیانمن شویو تجارانو او دوکاندارانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه. په پیل کې مولوي سعید صاحب علمي وینا وکړه، ورپسې ملي تاجر حاجي احمدشاه خان وینا وکړه. بیا د کندهار والي صاحب ګډونوالو ته خپله عالمانه وینا وکړه او زیانمنو تجارانو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه وویل چې دا نظام زموږ لپاره لوی نعمت دی او باید شکر یې ادا کړو.

د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج محمدشفیق اڅکزي ټولو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او خپله وینا یې وکړه. هغه د امیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه الله) څخه مننه وکړه چې د کاکړانو منډۍ د زیانمنو تجارانو سره یې مرسته وکړه. همداراز یې د ترابي صاحب، د کندهار والي صاحب او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه. هغه وویل چې د اسلامي امارت مسؤلین د خصوصي سکتور تر شاه ولاړ دي، او د زیانمنو تجارانو لپاره یې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته برابره کړې ده، چې نن به دا مرسته د شفافې پروسې له لارې مستحقو کسانو ته ووېشل شي.

تر هغه وروسته د پیښو سره د مبارزې د اماده ګۍ ملي ادارې سرپرست محترم ترابي صاحب غونډې ته وینا وکړه او د کاکړانو منډۍ د زیانمنو تجارانو سره د همکارۍ بهیر یې تشریح کړ. هغه ډاډ ورکړ چې د امیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه الله) په ځانګړي امر سره دغه مرسته برابره شوې، او دا به د ټاکلي هیئت له لوري په شفاف ډول ووېشل شي.

د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش بازار د کاکړانو منډۍ د اورلګیدنې له امله تجارانو ته لوی مالي زیانونه اوښتي وو، خو د اسلامي امارت په هڅو سره نن د هغو زیانونو په بدل کې نغدي مرسته ترسره شوه.

همداراز، د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبري د پیښې له ورځې تر نن ورځې پورې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې ترڅو د تجارانو لپاره مرسته برابر کړي، او نن الحمدلله ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مستحقو زیانمنو تجارانو ته وسپارل شوې.