په دغه غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د پیښو سره د مبارزې اماده ګۍ ملي ادارې سرپرست جناب ترابی صاحب، د کندهار ولایت محترم والي حاجی ملا صاحب، د اضطرار رئیس قاری محمد خوشحال صاحب، د کندهار ولایت د پیښو سره مبارزې د اماده ګۍ ملی ادارې رئیس قاري عبدالسلام عمري، د کندهار د ترانسپورټ رئیس مولوي ادم صاحب، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس حاجی محمدصدیق مهمند، د مدیره هئیت غړی هوتکی صاحب، د سپین بولدک ولسوالۍ محترم ولسوال مولوي رحیم الله محمود صاحب، امنیه قومندان مولوي محمود صاحب، د علماؤ شورا رئیس مولوي محمدادریس صاحب، او د علماؤ شورا غړي، قومي مشران، د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج محمدشفیق اڅکزی، اول معاون حاجی سعدالله تورجان، او د کاکړانو منډۍ زیانمن شویو تجارانو او دوکاندارانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه. په پیل کې مولوي سعید صاحب علمي وینا وکړه، ورپسې ملي تاجر حاجي احمدشاه خان وینا وکړه. بیا د کندهار والي صاحب ګډونوالو ته خپله عالمانه وینا وکړه او زیانمنو تجارانو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه وویل چې دا نظام زموږ لپاره لوی نعمت دی او باید شکر یې ادا کړو.
د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج محمدشفیق اڅکزي ټولو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او خپله وینا یې وکړه. هغه د امیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه الله) څخه مننه وکړه چې د کاکړانو منډۍ د زیانمنو تجارانو سره یې مرسته وکړه. همداراز یې د ترابي صاحب، د کندهار والي صاحب او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه. هغه وویل چې د اسلامي امارت مسؤلین د خصوصي سکتور تر شاه ولاړ دي، او د زیانمنو تجارانو لپاره یې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته برابره کړې ده، چې نن به دا مرسته د شفافې پروسې له لارې مستحقو کسانو ته ووېشل شي.
تر هغه وروسته د پیښو سره د مبارزې د اماده ګۍ ملي ادارې سرپرست محترم ترابي صاحب غونډې ته وینا وکړه او د کاکړانو منډۍ د زیانمنو تجارانو سره د همکارۍ بهیر یې تشریح کړ. هغه ډاډ ورکړ چې د امیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه الله) په ځانګړي امر سره دغه مرسته برابره شوې، او دا به د ټاکلي هیئت له لوري په شفاف ډول ووېشل شي.
د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش بازار د کاکړانو منډۍ د اورلګیدنې له امله تجارانو ته لوی مالي زیانونه اوښتي وو، خو د اسلامي امارت په هڅو سره نن د هغو زیانونو په بدل کې نغدي مرسته ترسره شوه.
همداراز، د سپین بولدک سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبري د پیښې له ورځې تر نن ورځې پورې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې ترڅو د تجارانو لپاره مرسته برابر کړي، او نن الحمدلله ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مستحقو زیانمنو تجارانو ته وسپارل شوې.
د سپین بولدک کاکړانو منډۍ زیانمنو تجارانو ته د اسلامي امارت له لوري د ۲۰۰ میلیونه افغانیو مرستې وېش غونډه ترسره شوه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode