د ایران د سیستان والي، سردار محمد سنجراني د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رییس، الحاج احمدشاه وصال، د مدیره پلاویو غړیو هر یو الحاج عبدالقدیر پوپل، الحاج محمد سلیم امیني، الحاج محمد نسیم عزیزي، الحاج محمد نسیم روفي، د صرافانو د ټولنې مرستیال الحاج محمد آصف، مدینه خوراکي توکو د ټولنې مسوول الحاج عبدالغفور حیدري او یو شمېر نور ملي سوداګرو سره وکتل.
د غونډې په پیل کې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل پلاوي مدیر، قدرتالله توخي پر یو لړ سوداګریزو مسایلو خبرې وکړې.
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس وویل: “د ایران او افغانستان یوه ګډه سوداګریزه خونه باید جوړه شي، ځکه اوس زمونږ سوداګري د ایران لخوا ډېره شوې ده، کله چې یو ستونزه پېښېږي نو د ژر اقدام لپاره د سوداګرۍ خونې موجودیت اړین دی څو وکولای شو ژر یې حل کړو او زمونږ سوداګر خپله سوداګري په ډاډه زړه ترسره کړي.”
د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شخړو او منازغاتو د حل کمېسیون رییس، الحاج آغامحمد پوپل د ایران او افغانستان ترمنځ د تړونونو او سوداګریزو پراختیاو په تړاو خبرې وکړې او د ایران په ګډون له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا وغوښته.
دغه راز د سوداګرو او صنعت په استازولۍ، الحاج محمد نعیم کریمي او الحاج محمد سلیم امیني د صنعتي فابریکو په اړه خبرې وکړې او له راغلي پلاوي څخه یې د ستونزو حل وغوښت او د دوی له کمپنیو سره د تړونونو په اړه یې ورته یادونه وکړه.
ورپسې د بندرعباس له لارې د سوداګرۍ په تړاو د لازمو همکاریو غوښتنه وشوه څو پر وخت اسنادونه ترتیب شي چې د توکو لېږد له ځنډ سره مخ نهشي چې د دوی په خبره، له دې لارې په سوداګرۍ خوښ دي.
د ایراني پلاوي مشر، سردار محمد سنجر وویل: “کوښښ کوو چې یوه ګډه خونه جوړه کړو، تاسو باید زمونږ له کمپنیو سره قانوني تړونونه ولرئ او مونږ یو حقوقي بورډ لرو چې ستاسو ستونزې حل کړو څو سوداګري مو زیان ونه ویني. خپل نندارتونونه به هم ډېر کړو. دا ځل به په هلمند کې یو نندارتون ولرو او له دغو فرصتونو څخه باید ښه استفاده وکړو چې سوداګري پراختیا پیداکړي او د کرنې او صنعت په برخو کې پانګونه وشي.”
هغه زیات کړه: “په میلک او نورو بندرونو کې به سکنرونه ولرو، په چابهار کې به کښتۍ اضافه کړو او مونږ هم غړاړو مرکزي آسیا سره سوداګري پراخه کړو. مونږ سوداګرو او ټرانسپورټ لرونکو ته له ځنډ پرته ویزې ورکوو، غواړو په سیستان کې د سوداګرۍ لپاره آزاده سیمه جوړه کړو څو سوداګرو ته د اسانتیاوو یو ځای واوسي او سوداګر کولای شي چې خپل سوداګریز توکي دغلته وپلوري او هم پېرل وکړي. د زدهکړو او روغتیا په برخو کې هم زمینه درته مساعدوو او چارو ته به پراختیا ورکړو.”
دوشنبه، لیندۍ، درېیمه، ۱۴۰۴