د هلمند کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي لومړي فاز د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

هلمند
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تیره ورځ د هلمند ولایت واشېر ولسوالۍ اړوند سیمه کي د کندهار هرات عمومي شهرا ته څېرمه د مهاجرینو د ښارګوټي دلمړي فاز جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو پرمهال کښېښودل یوه.
په دې مراسمو کي د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدني عالي کمیسیون رئیس الحاج مولوي عبدالسلام"حنفي"صاحب،دکوراو ښارجوړولو سرپرست وزیر الحاج مولوي حمدالله"نعماني"صاحب،دهلمند
مرستیال والي الحاج مولوي محمدنبي"حماس"صاحب،امنیه قوماندان الحاج ملاامین الله"زبیر"صاحب،داستخباراتو ریاست مرستیال الحاج معصومي مولوي صاحب، د هلمند ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونی ریاست لومړی مرستیال الحاج عطاء محمد اخلاقي صاحب ،د هیت رهبری بورډ غړو حاجي محمد رحيم امين صاحب ، حاجي  شير اغا سادات صاحب ،دکوراوښارجوولو،مهاجرینو
زراعت،سرې میاشتي،صنعت او سوداګرۍ ریاستونو او یو شمېر نورو ریاستونو رئیس صاحبانو،داقتصاد ریاست مرستیال،دګرشک مرستیال ولسوال،امنیه قوماندان،استخباراتو آمر،دعلماوو شورا مرستیال،همداراز د هلمند یوشمېر تجارانو،صنعت کارانو،عامو وګړو،مهاجرینو او مجاهدینو برخه درلوده.
دغه ښارګوټی پر لس زره"۱۰۰۰۰" جریبه مځکه جوړېږي چي نن یې د لمړي فاز چي پنځه زره"۵۰۰۰" جریبه دی د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.
مرستیال والي د وینا پرمهال راغلو مېلمنو ته له ښه راغلاست او تود هرکلي وروسته دا ښارګوټی د بیارغوني برخه کي مهم پرمختګ یاد کړ او د مشرانو د مهربانۍ او پېرزویني څخه دمنني ترڅنګ یې مهاجرینو وړونو ته مبارکي وویل او په دې برخه کي یې له خپل لوري د بشپړ همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: ميليونونه افغانانو د کوم مادي امتياز يا کاروبار لپاره نه، بلکي د دين، وطن او نواميسو د دفاع په خاطر ګاونډيو او د نړۍ نورو هيوادونو ته هجرت کړی وو.

 اوس چي زموږ د مجاهد ولس په قربانيو او د الله تعالی په فضل په هيواد کي خپلواک او اسلامي نظام حاکم دی، مشرتابه او مسؤولين ټول خپلو خلکو ته د اقتصاد، تعليم، روغتيا او نورو برخو کي د اسانتياوو په برابرولو بوخت دي.

هغه زياته کړه، د مهاجرينو ستونزو ته د رسيدني عالي کميسيون شپږ کمېټې راستنېدونکو هيوادوالو ته عاجلي او اړيني مرستي او خدمات برابروي او شپږ نوري کمېټې په ټولنه کي د هغوی د بيا ادغام، کارموندني، دايمي مېشتېدنې او سرپناه برابرولو لپاره بوختي دي. 

نوموړي وویل: په هلمند ولايت کي د کډوالو په دغه ستر ښارګوټي کي چي نن یې د لومړي فاز چاري پرانیستل کېږي، د تفصيلي ښاري پلان مطابق پکې ټولي لومړنۍ اسانتياوي په پام کي نيول سوي او مستحقو راستنېدونکو هيوادوالو ته به توزيع سي.

دغه ښار ګوټی، چي په ۱۰۰۰۰ لس زره جريبه ځمکه د ښاري پلان مطابق د واشېر ولسوالۍ شوراب ته څېرمه دښته کي جوړیږي، په لومړي فاز کي يې پر ۵۰۰۰ پنځه زره جریبه ځمکه ۳ جامع جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۳۰ مدرسې او ښوونځي، ۸ کلينکونه، ۵ روغتونونه، مارکېټونه او نورې اړتيا وړ برخي شاملې دي.
د کور او ښار جوړولو وزیر په تېرو څلورو لسیزو کي د شوروي یرغل،ملوک الطوایفۍ او غربي اشغال دورو ته په اشارې سره وویل چي افغانانو ډېري قربانۍ ورکړې،شهادتونه،هجرتونه او ډول ډول تکلیفونه یې تېر کړه اوس هغه وخت رارسېدلی چي ولس مو د ارام ساه واخلي او په خپل وطن کي ارام ژوند ولري.
هغه د مسوولینو،ولس او راستنېدونکو مهاجرینو مسوولیتونه هم بیان کړه او ټول یې په ګډه د هېواد جوړولو او خدمت کولو ته وهڅول.
په وروستیو کي شپږ تنه مهاجرینو ته د نمرو اسناد د ریاست الوزراء د اداري مرستیال،کوراوښار جوړولو وزیر او د هلمند مرستیال والي له لوري ورکړل سوه،د ښارګوټي د بنسټ ډبره کښېښودل سوه او مراسم ددُعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

نېټه:1446/12/1
1404/3/8