د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اتاقونو د چارو د تنظیم قانوني احکامو او خپل اساسنامې له مخې فعالیت کوي. دا اتاق د سوداګرو او خصوصي سکتور ترمنځ د شخړو د حل لپاره مؤثر رول لوبولی او خپلو غړو ته مختلف خدمات وړاندې کوي. په بېړنیو حالاتو کې، د یاد اتاق له لوري د سوداګرو مرستې راجلب شوې دي. د کرونا وبا پر مهال، د فاریاب د اتاق د رضاکار ټیم له خوا ۳۰ زره کسان سروې شول او هغوی ته مرسته وېشل شوې ده.
د ۱۴۰۴ هـ.ش د چنګاښ په ۲۵مه نېټه، د فاریاب ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست یو پلاوی د اندخوي ولسوالۍ ته راغی، څو د تولیدي شرکتونو وضعیت وارزوي او د تاریختېر شویو خوراکي توکو کنټرول وکړي. دا لیدنه د فاریاب ولایت د مقام د هدایت پر اساس، د اندخوي د صحت نظارتي کمېسیون سره په همغږۍ ترسره شوه، او له ټولو اړوندو برخو څخه څارنه وشوه.