د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ، عتیق‌الرحمن ګروپ له ایران نه راستانه شویو هېوادوالو سره د څلورو میلیونو افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دا مرستې چې د بشري همدردۍ او ټولنیز مسؤلیت له مخې برابرې شوې وې، د هرات په ولایت کې له هغو افغانانو سره وشوې چې تازه له ګاونډي هېواد ایران نه راستنېدلي دي.

د مرستې وېش مراسمو کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبري پلاوي ګډون کړی و، چې پکې مالي مرستیال ریس اقبال، محترم ډاکتر مخلص، اجرائیه سرپرست ریس شاکرالله ساپي، د اصنافو او هټیوالو خونې رئیس بازمحمد ځوانمل، د صنعت او سوداګرۍ ریاست د خصوصي سکتور امر شاکرالله ستانکزی، او د عتیق‌الرحمن ګروپ مسوولین حاضر وو.

محترم ډاکتر مخلص احمد په خپلو خبرو کې له عتیق‌الرحمن ګروپ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول بشردوستانه اقدامات نه یوازې د مرستې مستحقو کسانو ته لاس‌نیوی کوي، بلکې د خصوصي سکتور د رول مثبت انځور هم وړاندې کوي.

هغه ټینګار وکړ چې نور هېوادپال سوداګر به هم د ورته مرستو لپاره وهڅول شي، ځکه چې “له ایران نه راستانه شوي هېوادوال زموږ د وجود برخه دي او هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.”

ډاکتر مخلص زیاته کړه چې د دغو راستنېدونکو ځوانانو له ظرفیتونو څخه به استفاده وشي او د کار زمینه به ورته مساعده شي.

د یادونې وړ ده چې دا مرستې د خصوصي سکتور او ټولنیز مسؤلیت یوه ښکاره بیلګه ده، چې له مخې یې سوداګر د هېوادوالو د ملاتړ په موخه رغنده رول لوبوي

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ، عتیق‌الرحمن ګروپ له ایران نه راستانه شویو هېوادوالو سره د څلورو میلیونو افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دا مرستې چې د بشري همدردۍ او ټولنیز مسؤلیت له مخې برابرې شوې وې، د هرات په ولایت کې له هغو افغانانو سره وشوې چې تازه له ګاونډي هېواد ایران نه راستنېدلي دي.

د مرستې وېش مراسمو کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبري پلاوي ګډون کړی و، چې پکې مالي مرستیال ریس اقبال، محترم ډاکتر مخلص، اجرائیه سرپرست ریس شاکرالله ساپي، د اصنافو او هټیوالو خونې رئیس بازمحمد ځوانمل، د صنعت او سوداګرۍ ریاست د خصوصي سکتور امر شاکرالله ستانکزی، او د عتیق‌الرحمن ګروپ مسوولین حاضر وو.

محترم ډاکتر مخلص احمد په خپلو خبرو کې له عتیق‌الرحمن ګروپ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول بشردوستانه اقدامات نه یوازې د مرستې مستحقو کسانو ته لاس‌نیوی کوي، بلکې د خصوصي سکتور د رول مثبت انځور هم وړاندې کوي.

هغه ټینګار وکړ چې نور هېوادپال سوداګر به هم د ورته مرستو لپاره وهڅول شي، ځکه چې “له ایران نه راستانه شوي هېوادوال زموږ د وجود برخه دي او هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.”

ډاکتر مخلص زیاته کړه چې د دغو راستنېدونکو ځوانانو له ظرفیتونو څخه به استفاده وشي او د کار زمینه به ورته مساعده شي.

د یادونې وړ ده چې دا مرستې د خصوصي سکتور او ټولنیز مسؤلیت یوه ښکاره بیلګه ده، چې له مخې یې سوداګر د هېوادوالو د ملاتړ په موخه رغنده رول لوبوي

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د تورخم بندر د ترانزیتي تشو کانتینرونو د تم ځای ستونزې د حل په موخه، د یاد بندر له بېلابېلو مسئولینو سره ګډه ناسته وکړه.

د خونې خدماتي مرستیال حاجي صفت‌الله صاحب‌زاده، چې ډاکتر مخلص احمد او یو شمېر سوداګر یې ملتیا کوله، تورخم ته سفر وکړ او هلته یې له محترم عبدالجبار حکمت (د تورخم کمیسار) او محترم مولوي ګلاب شاه (د ترانسپورت مدیر) سره ناسته وکړه.

محترم صاحب‌زاده وویل، څو میاشتې وړاندې په تورخم ګمرک کې د تشو کانتینرونو لپاره یو جلا ترمینل جوړ شوی و، چې موخه یې د لارو بندېدو مخنیوی او د انتقال بهیر چټکول و. خو د دې ترمینل د کمو امکاناتو له امله، دا ځای وتړل شو او تشې موټرې د نورو عادي موټرو ترڅنګ ودرول شوې، چې له امله یې یو ځل بیا ستونزې پیدا شوې او تاجران د "ډیټنشن" جریمو سره مخ شول.

محترم ډاکتر مخلص احمد وویل، که دا ترمینل بېرته فعال شي، نو دا به د کانتینرونو پر وخت تګ، د جریمو مخنیوی او د بار وړونکو شرکتونو سره د همغږۍ برخه کې مهم ګام وي. نوموړي وویل، دا مهال سلګونه تشې لارۍ څو ورځې د تورخم په میدان کې ولاړې دي، او له مسؤلینو وغوښتل شول چې دا بهیر چټک کړي.

د مسئولینو په وینا، د تشو موټرو انتقال له نن شپې پیل شوی او تمه ده چې په دوو یا دریو شپو کې به ټول تش کانتینرونه له پوله واوړي.

په ناسته کې دا هم وړاندیز وشو چې د تشو کانتینرونو لپاره یو نوی مناسب تم ځای جوړ شي، چې رسمي وړاندیز یې ښاروالۍ ته هم وسپارل شو. تمه ده چې نوی ترمینل راتلونکې اوونۍ فعال شي او کانتینرونه به جلا ودرول شي.

د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبرۍ پلاوي مالي مرستیال حاجي ریس اقبال،محترم حاجي ګلمراد عرب،محترم ډاکتر مخلص احمد،اجرایه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپی،په ختیځ کې د یوناما دفتر ریسه اغلې کیرن،د کونړ او لغمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولینو،د خصوصي سکتور یوشمېر غړو او حکومتي مسولینو ګډون کړی و.

محترم حاجي ګلمراد عرب د یوناما له ادارې مننه وکړه چې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په پار یې تل ناستې برابرې کړې او د خصوصي سکتور د تقویې،ستونزو او اندېښنو په اړه یې له نړیوالې ټولنې سره همغږي کړې،خو ډېرې ستونزې شته چې یادښت شوي خو حل لپاره یې اقدام نه دی شوی.

ښاغلي ګلمراد عرب د ترانسپورت د کرايي لایحې باندې د غور ټینګار،افغان صادراتي اموالو پرمخ د واګا بندر خلاصون،افغانستان او پاکستان د میوې او سبزۍ زیات محصول کې د سوداګرو اندېښنې او ترانزیټي اموالو په لېږد کې ستونزو په حل کې یولړ وړاندیزونه وکړل او وې ویل د تجاراتي ویزو په ورکړه کې ځنډ  ستونزې پیدا کړي.

نوموړي وویل: په ولایتي او مرکزي کچه یې د ختیځ زون د خصوصي سکتور پیاوړتیا لپاره اقدام کړی،چې په ډېرې برخو کې لاسته راوړنې لري. 

محترم ډاکتر مخلص احمد د اپټا تړون نوې کولو،چابهار بندر د فعالیت پیل،نړیوالو تحریمونو د خلاصون،بانکي نظام کې سوداګرو ته د سهولتونو ایجاد،صادراتي توکو د تقویې لپاره د سړو خونو جوړول،ننګرهار کې د اقتصادي شورا د جوړولو وړاندیز،بشري مرستو پرځای بنیادي انکشافي کارونو ته لومړیتوب ورکول،په ځینې تجاراتي قوانینو کې تغیر او اصلاح او یولړ نور وړاندیزونه او غوښتنې وکړې.

په دغه ناسته کې د ننګرهار،کونړ،لغمان او نورستان اقتصادي وضعیت،فرصتونه او په خصوصي سکتور کې د حکومت ښکلېلتیا او ملاتړ،په ملي کچه د یوناما رول ارزونه وشوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیان او ښاغلي میر زمان پوپل د مالي او اداري مرستیال سرپرست په حضور کې، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي لومړي مرستیال حاجي حضرت ولي هډوال، تجارتي مرستیال عبدالولي بابکرخیل، خدماتي مرستیال حاجي صفت الله صاحبزاده، د دارلنشاء رئیس حاجي غلام مصطفی رحیمي، مالي مرستیال حاجي رئیس اقبال، حاجي ګلمراد عرب، ډاکتر مخلص احمد، حاجي عزیزالرحمن عرب، اعجاز الحق، او د اجرایه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپي ګډون کړی و.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ولایت د خصوصي سکتور عمده ستونزې مطرح کړې او له مرکزي مشرتابه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي مهمند د ننګرهار د اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ننګرهار یې د هېواد له مهمو اقتصادي – سوداګریزو زونونو څخه وباله، چې د بډایه کانونو ظرفیتونه لري او د پاکستان سره د ترانزیت مهم وصل ټکی ګڼل کېږي. نوموړي د دې ولایت د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې د اتاق له خوا د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي پوپل د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره د صادراتو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د صادراتو د بهیر د لا شفافیت په موخه یې د ننګرهار د اتاق د عامل هیئت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

نېټه: د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ ۷مه

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي لومړي مرستیال حاجي حضرت ولي هډوال، تجارتي مرستیال عبدالولي بابکرخیل، خدماتي مرستیال حاجي صفت الله صاحبزاده، د دارالانشاء رئیس حاجي غلام مصطفی رحیمي، مالي مرستیال حاجي رئیس اقبال، محترم حاجي ګلمراد عرب، ډاکتر مخلص احمد، حاجي عزیزالرحمن عرب، اعجاز الحق، او د اجرایه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپي د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره ځانګړې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د خصوصي سکتور د ستونزو او اړتیاوو په اړه مفصل بحث وکړ. پلاوي د جوازونو د تمدید په پروسه کې د موجودو خنډونو، په پاکستان کې د هند ته د صادرېدونکو مالونو د توقف د ستونزې، د وزارت او خونې ترمنځ د همغږۍ، د خدماتو د کیفیت لوړولو، د سوداګرو د ستونزو د حل، او د تجارتي ویزو د اسانتیا موضوعات مطرح کړل.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په استازیتوب محترم حاجي ګلمراد عرب د صنعت او سوداګرۍ د وزیر له کړو خدماتو مننه وکړه او ویې ویل: "موږ له وزارت سره په همغږۍ کار کوو تر څو د سوداګرو لپاره لازمي خدمات وړاندې کړو. سوداګر له یو شمېر ستونزو سره مخ دي چې د حل غوښتنه یې کوو."

محترم ډاکتر مخلص احمد د جوازونو په تمدید کې د نوې طرزالعمل په اړه د سوداګرو او پانګوالو اندېښنې شریکې کړې، په پاکستان کې د هند ته د صادرېدونکو مالونو د توقف د ستونزې حل او د تجارتي ویزو د اسانتیا غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي وزیر ژمنه وکړه چې د خصوصي سکتور ستونزې به د قانون په چوکاټ کې تعقیب او حل شي او د سوداګرو د ملاتړ لپاره به نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

نېټه: ۱۴۰۴/۴/۷

د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبرۍ پلاوي ناسته کې د خونې رهبرۍ پلاوي لومړي مرستیال محترم حاجي حضرت ولي هډوال، سوداګریزو چارو مرستیال محترم حاجي عبدالولي بابکرخیل، خدماتي مرستیال محترم حاجي صفت الله صاحبزاده، مالي چارو مرستیال محترم حاجي ریس اقبال، د دارالنشاء ریس محترم حاجي غلام مصطفی رحیمي، د رهبرۍ پلاوي غړو محترم حاجي ګلمراد عرب، محترم ډاکتر مخلص احمد او د اجرایه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپي ګډون کړی و.

د رهبرۍ پلاوي په ناسته کې شاملو موضوعاتو په اړه د خونې د دارالنشاء ریس محترم حاجي غلام مصطفی رحیمي لخوا معلومات وړاندې شول.

په ناسته کې د سوداګرو هغه ستونزې چې د ترانسپورت، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د ګمرکاتو عمومي مدیریت اړوند وې، بحث او پرېکړه وشوه چې د دغو ستونزو د حل په موخه به اړوند وزارتونو سره ناستې وشي.

په دغه ناسته کې د ترانسپورت او بهرنیو اړیکو کمېټې هم جوړې شوې، چې محترم عبدالولي بابکرخیل او محترم ریس اقبال د ترانسپورت کمېټې، او محترم ډاکتر مخلص احمد او محترم شعیب د بهرنیو اړیکو کمېټې ته معرفي او مسؤلیتونه وروسپارل شول.

د رهبرۍ پلاوي په جلسه کې پرېکړه وشوه چې د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي هر غړی چې په راتلونکې رهبرۍ پلاوي ناسته کې ګډون ونه کړي، غړیتوب یې ځنډول کېږي او د اساسنامې مطابق چلند ورسره کېږي.

همدارنګه، د تجارتي ویزو، د ډبرو سکرو د صادرونکو د ستونزو، په ګمرک کې د ترازو د زیات وزن ښودلو، د تجارتي جواز د اخیستو او نوي کولو پر مهال د موجودو خنډونو، ګمرک ته د ملي سوداګرو د استازو د پیژندنې نوې پروسې، او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

زیاتې مقالې …