د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه

ننگرهار
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبرۍ پلاوي ناسته کې د خونې رهبرۍ پلاوي لومړي مرستیال محترم حاجي حضرت ولي هډوال، سوداګریزو چارو مرستیال محترم حاجي عبدالولي بابکرخیل، خدماتي مرستیال محترم حاجي صفت الله صاحبزاده، مالي چارو مرستیال محترم حاجي ریس اقبال، د دارالنشاء ریس محترم حاجي غلام مصطفی رحیمي، د رهبرۍ پلاوي غړو محترم حاجي ګلمراد عرب، محترم ډاکتر مخلص احمد او د اجرایه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپي ګډون کړی و.

د رهبرۍ پلاوي په ناسته کې شاملو موضوعاتو په اړه د خونې د دارالنشاء ریس محترم حاجي غلام مصطفی رحیمي لخوا معلومات وړاندې شول.

په ناسته کې د سوداګرو هغه ستونزې چې د ترانسپورت، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د ګمرکاتو عمومي مدیریت اړوند وې، بحث او پرېکړه وشوه چې د دغو ستونزو د حل په موخه به اړوند وزارتونو سره ناستې وشي.

په دغه ناسته کې د ترانسپورت او بهرنیو اړیکو کمېټې هم جوړې شوې، چې محترم عبدالولي بابکرخیل او محترم ریس اقبال د ترانسپورت کمېټې، او محترم ډاکتر مخلص احمد او محترم شعیب د بهرنیو اړیکو کمېټې ته معرفي او مسؤلیتونه وروسپارل شول.

د رهبرۍ پلاوي په جلسه کې پرېکړه وشوه چې د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي هر غړی چې په راتلونکې رهبرۍ پلاوي ناسته کې ګډون ونه کړي، غړیتوب یې ځنډول کېږي او د اساسنامې مطابق چلند ورسره کېږي.

همدارنګه، د تجارتي ویزو، د ډبرو سکرو د صادرونکو د ستونزو، په ګمرک کې د ترازو د زیات وزن ښودلو، د تجارتي جواز د اخیستو او نوي کولو پر مهال د موجودو خنډونو، ګمرک ته د ملي سوداګرو د استازو د پیژندنې نوې پروسې، او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.