په کازان کې د اسلامي نړۍ نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون

ننگرهار
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یاد نندارتون څخه د پنجشنبې په ورځ اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ روسیې ته تللي پلاوي چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي،د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي غړي حاجي ګلمراد عرب   ګډون وکړه او مختلف تولیداتو څخه یې  لیدنه وکړه.

جوړ شوی نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

ښاغلي ګلمراد عرب وویل: یاد نندارتون کې د افغانستان د تجارانو ګډون خورا مهم رول درلود او د ډېرو نړیوالو شرکتونو سره یې د خامو موادو د وارداتو د قرارداد لپاره ناستې وکړې.

همدارنګه د روسيې د دولت له طرفه افغان تجارانو ته د تجارت او د روسیې د وېزو په برخه کې پوره ډاډ ورکړل شو.