د ننګرهار او روسیې د سوداګرۍ خونې ترمنځ ګډه ناسته

ننگرهار
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ننګرهار سوداکرۍ او پانګونې خونې رهبرۍ پلاوي غړي حاجي ګلمراد عرب چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوپلاوي سره مل د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته تللي،هلته یې د روسیې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال  ولادیمیر دیمیترییف سره وکتل.

ښاغلي ګلمراد عرب د روسیې او افغانستان په اقتصادي اړیکو په ښه والي،د افغانستان اقتصاد جوړونه کې د روسیې د همکارۍ مننه وکړه، روسیې له افغانستان سره د تعرفو په برخه کې مهمې پرېکړې کړې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخولو لپاره زمینه برابروي.

نوموړي وویل: روسیې اړخ وړاندیز وکړ چې  په دواړو هېوادونو کې د سوداګرۍ خونو د مشترکه دفترونو موجودیت،همدارنګه د سوداګرۍ راکړې ورکړې زیاتوالی،افغانستان کې په زیربنايي برخو کې د روسیې همکاریو یادونه او لا همکارۍ غوښتنه وشوه.

د روسیې د سوداګرۍ خونې مرستیال د لا همکارۍ ډاډ ترڅنګ وویل: هڅه به وکړي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګرۍ ته لا پراختیا ورکړي.