د کاپیسا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور د پراختیا او د ولایت د اقتصادي ودې لپاره مؤثر اقدامات کړي دي. دا اتاق د شیدو تولیدونکو، باغ لرونکو او مچیو روزونکو اتحادیو د جوړولو په برخه کې هڅې کړي، څو د تولیدونکو ترمنځ همکاري رامنځته کړي. همداراز، د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخه کې هم فعاله ونډه لرلې او د کارموندنې او تولیدي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره رغنده رول لوبولی دی.
د کاپیسا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د احتکار مخنیوي او د اجناسو او خدماتو د نرخونو کنټرول کمېسیون د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷هـ.ق د محرم ۱۹مه چې د ۱۴۰۴هـ.ش د چنګاښ له ۲۳مې سره برابره ده، د یاد ولایت د مرکز بازارونه وڅارل.
یاد کمېسیون د څارنې پر مهال له خوراکي توکو پلورنځیو، نانواییو، قصابیو او د تېلو ټانکونو څخه لیدنه وکړه. هغه پلورونکي چې د ټاکل شویو نرخنامو مطابق یې عمل کاوه، تشویق شول، او نورو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې.