د اقتصاد او خصوصي سکتور د ودې سکتوري غونډه ترسره شوه (2)

کاپیسا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نن د سه‌شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ کال د سرطان په ۱۷مه نېټه، د اقتصاد او خصوصي سکتور د ودې سکتوري غونډه د کاپیسا ولایت د اقتصاد رئیس ښاغلي کمین‌الله "معاذ" په مشرۍ ترسره شوه. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، او پکې د ولایت مقام استازی، انجنیر عبدالمقیم مولوي‌زاده (د اقتصاد ریاست د انکشافي فعالیتونو آمر) او د اړوندو ریاستونو استازي ګډون درلود.

غونډه د تېرې ناستې د پرېکړو د بیاکتنې سره دوام وکړ، چې ورپسې د پروفایلونو د ترتیب او یووالي په اړه خبرې وشوې. له دې وروسته، د خصوصي ښوونځیو او کلینیکونو کارکوونکو ته د کار جوازونو د اخستلو اړتیا بحث ته وړاندې شوه، چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا باید ترسره شي.

د مناسبو سیمو کې د خصوصي ښوونځیو د جوړېدو موضوع هم مطرح شوه، او د کاپیسا ولایت په سطحه د خصوصي ښوونځیو د فعالیتونو راپور وړاندې شو، چې پکې د شته ستونزو او پرمختګونو یادونه وشوه. ورسره د روغتیا سکتور استازو هم د خصوصي کلینیکونو د فعالیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

په پای کې، د ګډونوالو تر منځ د موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو او اړینې پرېکړې ترسره شوې. غونډه د افغانستان د خلکو د خیر او فلاح په دعا سره پای ته ورسېده.