د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق چې په یو مهم تجارتي بندر کې موقیعت لري، د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه خپل فعالیت پیل کړی دی. دغه اتاق له پیله د صادراتو او وارداتو په برخه کې د سوداګرو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي، او د دې لارې د سوداګرۍ بهیر ته وده ورکړې ده.
یوه مهمه ناسته د تولیدي شرکتونو د استازو، د فاریاب ولایت د مستوفی صاحب او د صنعت او تجارت ریاست له محترم رئیس سره د هغوی په رسمي دفترونو کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې لاندې اشخاص ګډون درلود: محترم رحمت الله شاهیم د اندخوی د تولیدي شرکتونو د اتحادیې رئیس، محترم علی شیر عنایت زاده د اتحادیې مرستیال، محترم محمد ابراهیم یولداش د اندخوی د بندر د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیر، محترم بسم الله صمدي د اونان شرکت مرستیال، او انجینر مجیب د ضیاء شرکت مرستیال.
په پیل کې، محترم محمد ابراهیم یولداش د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس محترم عبدالمجید نیازی، د عامل مدیر محترم عبدالشکور الفت، او د آقینه او اندخوی بندرونو د ټولو سوداګرو سلامونه او نیکې هیلې د درنو چارواکو حضور ته وړاندې کړې. نوموړي د مستوفیت ریاست او د صنعت او تجارت ریاست د همکارۍ او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د دوی له پاملرنې نه مننه او قدرداني وکړه.
وروسته له هغه، محترم علی شیر عنایت زاده، محترم رحمت الله شاهیم، محترم بسم الله صمدي، او انجینر مجیب الله ضیاء هر یو په نوبت سره خبرې وکړې او د غونډې اړوند خپل نظریات شریک کړل.
په پای کې، دواړو محترمو مقاماتو د شرکتونو د ګډون او فعالیتونو څخه خوښي وښوده او د ټولو سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو د رسیدګۍ ډاډ او ژمنه ورکړه. ناسته د ښې راتلونکې دعا سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۴/۴/۱۶