د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۸مه نېټه، په اندخوی ولسوالۍ کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور تر منځ نوبتي ناسته د اندخوی ولسوال محترم الحاج قاري عبدالوکیل متوکل او د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محترم عبدالمجید نیازی په مشری ترسره شوه. دا ناسته د آقینه او اندخوی بندرونو د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه جوړه شوې وه.
ناسته د قاري صاحب الحاج عبدالملک، د امیرعلی شیر نوایي جومات خطیب، لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې، محترم نیازی ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او د اندخوی ولسوالۍ د مقام د هر اړخیز ملاتړ، هڅونې او همکاریو څخه مننه وکړه. نوموړي د فاریاب والي محترم عبدالاحد فضلي د نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني هم وکړه.
د ناستې اجنډا محمد ابراهیم یولداش، د بندر مدیر، ګډونوالو ته وړاندې کړه. وروسته محترم رحمت الله شاهیم، د تولیدي شرکتونو اتحادیې رئیس، علي شیر عنایت زاده، د اتحادیې مرستیال، بسم الله صمدي، د یوه تولیدي شرکت مسؤل، او عبدالشکور الفت، د اتاق عامل مدیر، خپلې خبرې وکړې.
همداراز، د اندخوی ښاروال داملا عتیق الله کریمي ژمنه وکړه چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. په پای کې، اندخوی ولسوال قاري عبدالوکیل متوکل د سوداګرو او تولیدوونکو له هڅو مننه وکړه او د ټولو ستونزو د حل ټینګار یې وکړ.
په اندخوی کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور ګډه ناسته وشوه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode