په ترینکوټ ښار کې د ولایت مقام په لارښوونه، د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ، د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون د غړو له‌خوا د خوراکي او غیرخوراکي توکو، د تېلو پمپونو، د ګازو شرکتونو، او د یخي جوړونکو فابریکو څخه د نرخنامو د تطبیق په موخه نظارت ترسره شو.

د نظارتي ټیم له لوري یو د تېلو پمپ چې له ورکړل شوې نرخنامې څخه یې سرغړونه کړې وه، مهر او لاک شو.

د نظارت پر مهال، ټولو سوداګرو ته د نرخونو د مراعت او د احتکار د مخنیوي په موخه جدي سپارښتنې وشوې، او له هغوی څخه د همکارۍ ژمنې هم ترلاسه شوې.

همداراز، د یخي جوړولو فابریکو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې په روان ګرم موسم کې دې له انصاف څخه کار واخلي او له لوړ نرخ څخه دې ډډه وکړي.

د فابریکو مالکانو او دوکاندارانو له‌خوا د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل ش

دغه کاری سفر چې د ارزګان ولایت د ستونزو د حل او پرمختګ په موخو د دغه ولایت مرستیال والي الحاج ملا باري ګل طالب په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی چي د ارزګان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس الحاج حاجي حبیب الله عمر، د اتاق مالي او اداري رئیس الحاج ملا فضل‌الله "بلال"، او د ارګ امنیتي مسؤول الحاج عبدالله صاحب شامل دي.
د سفر په ترڅ کې یاد پلاوي نن ورځ د فواد عوامي وزارت له سرپرست وزیر، الحاج ملا محمد عیسی "ثانی" سره لیدنه ترسره کړي چي د لیدولو پر مهال، د ارزګان او کندهار ولایتونو ترمنځ د ناسمې لارې ستونزه مطرح شوه، چې له امله یې سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.

د ارزګان ولایت یاد پلاوي له وزیر صاحب څخه غوښتنه وکړه چې د دغې لارې پاتې ۲۵ کیلومتره خامه څړک ژر تر ژره باید راته جوړ کړي تر څو خلک له تګ راتګ، سوداګرۍ، او نورو خدماتو کې اسانتیاوې ترلاسه کړي. د دوی په وینا، د دې لارې بشپړول به د سیمې اقتصادي وده، سوداګریزو اړیکو پراخوالی او د خلکو ورځنی ژوند کي مثبت او اغېزمن تمام سي.

د فواد عوامي وزارت سرپرست وزیر، الحاج ملا محمد عیسی "ثانی"، د ارزګان د پلاوي غوښتنه په غور واورېده او ډاډ یې ورکړ چې وزارت به د یادې لارې د جوړېدو په برخه کې عملي ګامونه واخلي. هغه زیاته کړه چې دا پروژه به د خلکو لپاره ډېر اهمیت ولري او د سیمه ییز انکشاف برخه کې یو مهم بدلون رامنځته کړي.

دغه کتنه چی نن چهار شنبه د روزګان ولایت د مرستیال والي الحاج ملا باري ګل اخند په مشرۍ چي د روزګان د سوداګرۍ خوني رئیس الحاج حبیب الله "عمر"، الحاج ملا عبدالله صاحب او د سوداګرۍ خوني مالي او اداري رئیس ملا فضلي الله "بلال" د ملی پر اختیا وي شرکت داجرایئوی رئیس عبدالرحمن "عطا ش" سره دآغاجان بند دپروژي او یولړ نورو مهمو پر مختیاوی پروژو په اړ مهمه ناسته ترسره کړه.
دغه پلاوی چی د روزګان ولایت دمرستیال والی په مشری د دغه ولایت د خلکو په استازیتوب مر کز کابل به سفر تللي تر څو ددغه ولایت د اوسېدونکو شته ستونزی تر مربوطه مسوؤلینو پوري ورسوی چی نن د ملی پرا ختیاوی شرکت د اجرایئوی رئیس سره د لاندي مهمو او حیاتي پروژو په اړه هر اړخیز بحث وکړي لکه د آغاجان د بند عملي چارو لا ګرندي کول کوم چی ددغه ولایت په اقتصاد ، کرني او بریښناء په برخه کي دپام وړ بدلون راولي.

د ملی پر اختیاوی شرکت اجرایئوی رئیس انجنیر عبدالرحمن عطاش ژمنه ورسره کړي چي دتر سره شوی قرار داد له مخی د آغاجان دبند د پروژي رغیدل ددغه شرکت په لومړیتوبونو کي دي چي ډیر ژیر به په عملی چارو کی نور هم ګړندیتوب راسي چی ددغه بند په رغولو سره ددغه ولایت په اقتصادي او تجارتي برخه کي د پام بدلونه راسي نوموړی چی څه موده مخکي دیو تخنیکي ټیم سره دغه ولایت په سفر راغلي، دآغاجان دبند د پروژی دعملي چارو څخه دنږدی هم لیدنه ترسره کړي وه.

 

نیټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۲

 

دغه کتنه چی نن سي شنبه د روزګان ولایت د مرستیال والي الحاج ملا باري ګل اخند په مشرۍ د روزګان د سوداګرۍ خوني رئیس الحاج حبیب الله عمر، الحاج ملا عبدالله صاحب او د سوداګرۍ خوني مالي او اداري رئیس ملا فضلي الله بلال د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له معین الحاج مولوي باز محمد فیزان سره مهمه کاري ناسته ترسره کړه.
یاد پلاوی د روزګان د خلکو په استازیتوب د هغو سیمو ستونزي مطرح کړې، چي اوسېدونکي یې له سختي وچکالۍ او د اوبو کمښت سره مخامخ دي. دوی د لاندي مهمو او حیاتي پروژو د عملي کولو غوښتنه وکړه چي د کوري د مانده د کوهیانو چیک ډیم جوړول، د ده‌یک د مانده چیک ډیم رغول او د صدمردې د کانال او د یاد کانال د سربند بیارغونې تر څنګ یو شمېر نوري پوروژو یادونه وکړه.
پلاوي ټینګار وکړ، چې یادي پروژې به نه یوازې د زرګونو خلکو د کرنیزو ستونزو حل لامل سي، بلکې د مالدارۍ، باغدارۍ او سیمه‌ییز اقتصاد لپاره هم ستر مثبت بدلونونه به رامنځته کړي او د اوبو د کمښت مخه به ونیسي.
د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین ژمنه وکړه، چي دغه ستونزي به د وزارت له اړوند تخنیکي ټیم سره شریکي کړي، د اړتیا وړ ارزونې به وسي او ډاډ یې ورکړ چي د یادو پروژو عملي کارونه به پیل سي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۱