په ترینکوټ ښار کې د ولایت مقام په لارښوونه، د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ، د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون د غړو لهخوا د خوراکي او غیرخوراکي توکو، د تېلو پمپونو، د ګازو شرکتونو، او د یخي جوړونکو فابریکو څخه د نرخنامو د تطبیق په موخه نظارت ترسره شو.
د نظارتي ټیم له لوري یو د تېلو پمپ چې له ورکړل شوې نرخنامې څخه یې سرغړونه کړې وه، مهر او لاک شو.
د نظارت پر مهال، ټولو سوداګرو ته د نرخونو د مراعت او د احتکار د مخنیوي په موخه جدي سپارښتنې وشوې، او له هغوی څخه د همکارۍ ژمنې هم ترلاسه شوې.
همداراز، د یخي جوړولو فابریکو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې په روان ګرم موسم کې دې له انصاف څخه کار واخلي او له لوړ نرخ څخه دې ډډه وکړي.
د فابریکو مالکانو او دوکاندارانو لهخوا د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل ش
په ترینکوټ ښار کې د خوراکي، غیري خوراکي او سونګ توکو د نرخنامو د تطبیق لپاره نظارت ترسره شو
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode