د پکتیا سوداګری او پانګونی خونی په همکاری د دوامدار معیشت پروژې پیل - ORD او UNIDO-STFA ګډپروګرام
۸ – ۲- ۱۴۰۴
ORD د UNIDO-STFA ګډ پروګرام تر چتر لاندې د افغانستان سوېل ختیځو ولایتونو کې د دوامدارو معیشتونو د پروژې پلي کول پیل کړل.
د غټ پانګوال فورم، چې د Organization for Relief Development (ORD) لهخوا تنظیم شوی و، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۸مه نېټه د ګردېز په ښار کې د پکتیا د سوداګرۍ خونې په تالار کې ترسره شو. دا غونډه د ORD نوې پروژې رسمي پیل و، چې د UNIDO-STFA د ګډ پروګرام تر چتر لاندې د سوېل ختیځې سیمې (پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونه) لپاره پلي کېږي، او هدف یې د سیمې د متشبثینو، کوچنیو، منځنیو او مایکرو تشبثونو، او پراخ خصوصي سکتور ګډون ته بلنه ورکول وه.
دې پروژې موخه دا ده چې د ۱۰۱ تنو افرادو او ۱۰ اتحادیو (کنسورتیومونو) لپاره د مالي مرستو او تخنیکي ملاتړ له لارې دوامداره معیشتونه پیاوړي کړي. پروژه د کوچنیو، منځنیو او مایکرو تصدیانو (MSMEs) دواړو رسمي او غیررسمي سکتورونه پوښي، او د بیلابیلو برخو او د ارزښت د زنځیر پر مختلفو پړاوونو تمرکز کوي. په ځانګړي ډول په ټولنهپالو تشبثونو، د ځوانانو او ښځو رهبري تشبثونو، راستنېدونکو او کورنیو بېځایه شویو متشبثینو باندې تمرکز کېږي، ترڅو د اقتصادي بیارغونې او د ښځو او نارینهوو لپاره د کار زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ۱۴۰ ګډونوالو برخه واخیسته، چې له ډلې یې ۸۵ تنه محلي متشبثین او MSME لرونکي وو؛ د خصوصي سکتور استازي (د سوداګرۍ او پانګونې خونه، د صنایعو او کانونو خونه)، د حکومت اړوند ادارې (د صنعت او سوداګرۍ ریاست، د اقتصاد ریاست، کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست)، سیمهییزه رسنۍ، او همداراز د ملګرو ملتونو له بېلابېلو ادارو، د ملي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو، او همداراز د UNIDO او ORD همکارانو برخه درلوده.
ګډونوالو ته د UNIDO او ORD پروګرامونو په اړه په سوېل ختیځو ولایتونو کې مالومات ورکړل شول، په ځانګړي ډول د دې نوې پروژې اهداف او هغه فرصتونه چې دا پروژه یې وړاندې کوي. همداراز، غونډه د خلاصو بحثونو لپاره زمینهسازه وه، چې په ترڅ کې یې محلي متشبثینو او د خصوصي سکتور استازو خپل نظریات او وړاندیزونه د پروژې د پلان او پلي کېدو پر څرنګوالي شریک کړل.
د MSME / ګټهاخیستونکو د ټاکنې بهیر په تفصیل سره تشریح شو، چې پکې ټینګار وشو چې د غوښتنلیک پروسه ټولو وړ محلي متشبثینو او MSME لرونکو ته خلاصه ده، او مستحق MSME به د مخکې له مخکې ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ د سیالۍ له لارې غوره شي. د غونډې په پای کې، د ۷۸ علاقمند MSME لرونکو ته د مالي مرستې د غوښتنلیک فورمې وویشل شوې.