په یاده غونډه کی د پکتیا سوداګری او پانګونی خونی رهبری ، د پکتیا صنایع او معادن خونی رهبری ، پکتیا زراعت ریاست استازی ، پکتیا ښاروالی استازی او ګڼ شمیر سوداګرو حضور درلودل.
پکتیا کې د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او له اړوندو حکومتي ادارو غواړي چې کورني شاتو ته د بازارموندنې او د هغو د صادراتو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د دې لپاره چې د شاتو مچیو د اهمیت په اړه د خلکو پوهاوی ډېر شي، د مې ۲۰مه د ملګرو ملتونو له لوري د شاتو مچیو نړۍواله ورځ نومول شوې ده.
پکتیا کې د شاتو مچیو یوه فارملرونکي اسدالله وزیري نن په همدغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، په دغه ولایت کې د تولیدېدونکو شاتو کیفیت نسبت نورو ولایتونو ته ښه دی، خو محصولات یې د بازار نشتوالي له امله نه پلورل کېږي.
هغه له حکومته وغوښتل څو بهر ته د شاتو صادرولو لپاره زمینه ورته برابره کړي.
یوه بل فارملرونکي عبدالحي دلدار وویل چې وارداتي شاتو د کورني شاتو بازار خراب کړی دی.
هغه زیاته کړه: «وارداتي شاتو زموږ د شاتو قیمتونه راټیټ کړي، حکومت باید پر واردېدونکو شاتو ګمرکي تعرفې لوړې کړي، څو د کورنیو تولیداتو پلور ته زمینه برابره شي.»
نوموړي غوښتنه وکړه چې اړوندې ادارې دې د شاتو د معياري بستهبندۍ، پروسس او صادراتو برخو کې له فارملرونکو سره مرسته وکړي.
په دې غونډه کې د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونی خونې مشر حسیبالله ګردېزي وویل، هڅه کوي چې د شاتو تولیدوونکو ته په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي، څو هغوی وکولای شي خپل تولیدات نړۍوال بازار ته وړاندې کړي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ګټورو حشرو برخې مدیر نجیبالله مهرابي وویل، دا مهال په پکتیا کې د شاتو مچیو ټول ۲۷۶ فارمونه فعال دي چې تېر کال یې شاوخوا ۳۵۰ ټنه شات تولید کړي وو.
هغه زیاته کړه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته یې وړاندیز کړی چې فارملرونکو ته تجارتي جوازونه ورکړي څو هغوی وکولای شي په دې سره خپل محصولات بهر ته صادر کړي.
په پای کی د غونډی دایر کوونکی شات فروشانو لخوا د پکتیا سوداګری او پانګونی خونی عامل ریس ښاغلی حسیب الله ګردیزی کړنی په تقدیر نامه سره وستایل شو.
پکتیا کې د شاتو مچیو ورځ ولمانځل شوه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode