په لوګر ولایت کی د ۱۴ میلونو افغانیو په ارزښت دیو ملی پانګوال له لوری د کرومایټ ډبری د پروسس فابریکه پرانیستل کیدو په په موقع د لوګر ګڼو سوداګرو، پانګوالو ،متشبثینو،صنعتکارانو او ددی ولایت د چارواکو ګډون کړی و ، یاد فابریکه د سورغر زابل شرکت له لوری پرانیستل شوی چه پدی پانګونه به نور زیات شمیر پانګوال په بیلا بیلو سکتورونو کی د پانګونی لپاره وهڅیږی
د لوگر زېرمتون
لوګر کی د سورغر په نوم د کرومایټو ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شو
د لوګر ولایت محمد آغی ولسوالی اړوند شکارکلا سیمه کی د یو تن ملی پانګوال لخوا د(۱۴) میلونو افغانیو په ارزښت د کرومایټ ډبرو د پروسس پانګونه کړی ده چه دسوغر زابل په نوم لوی شرکت دهمدی فابریکی پرانیسته د لوګر مرستیال والی مولوی محمدانور دین پرور،دکانونو اوپطرولیم ریاست ، دسوداګری او پانګونی خونۍ ،اود سورغر زابل شرکت ریسانو له لوری رسما دګڼو نورو پانګوالو،سوداګرو،صنعتکارانو او حکومتی چارواکو په شتون کی یاد فابریکه پرانیستل شو،دغه شرکت څو کاله وړاندی د محمدآغی ولسوالی اړوند شکارکلا سیمه کی د (۵) پنڅه کیلومترمربع ساحی د کرومایټ ډبرو د کان کیندلو قرار داد ترلاسه کړی و ،او د استخراج چاری یی روانی وی ، اوس مهال یی د کانونو او پطرولیم، دسوداګری او پانګونۍ خونۍ په هڅونۍ یاده سیمه کی د کرومایټو د پروسس فابریکه جوړه او عملی د پروسس چاری پیل شوی، دلوګر دکانونو او پطرولیم ریس مولوی نقیب احمد فرقانی وایی تردی وړاندی یاد شرکت د کرومایټو د پروسس چاری په کوم بل ولایت کی ترسره کول خو لدی وروسته به ددی شرکت فعالیت په لوګر کی ترسره کیږی ترڅو د سیمی خلکو ته یی اقتصادی او مالی ګټۍ ورسیږی.نوموړی زیاته کړه د یاد شرکت د پانګونو له برکته تردی دمه (۳۰۰) دری سوه میلونه افغانی عواید د دولت خزانی ته آچول شوی ده ،
ورته مهال د لوګر مرستیال والی مولوی محمد انور دین پرور اود سوداګری او پانګونۍ خونۍ ریس مولوی محمد یعقوب مومند ددی فابریکی د پرانیستی له کبله خوښی وښوده او د سیمی خلکو ته یی مبارکی وویله، او زیاته یی کړه خوشحاله یو چه نن د یو داسی مهم اقتصادی پرمختګ شاهدان یو، مرستیال والی پخپلو خبرو کی وویل نن په ټول هیواد کی امن دی او کورنی، او بهرنی پانګوالو ته ترپخوا اوس زیات فرصتونه شته چه په بیلابیلو سکتورونو کی پانګونه وکوی،ترڅو داقتصادی ودی او پرمختګ شاهدان ووسو . ځوانانو ته کاری زمینه برابره شی او د خلکو ژوند ښه شی، ورپسی د سوداګری او پانګونۍ خونۍ ریس محترم مولوی محمدیعقوب مومند خبری وکړی اود یاد شرکت د کړنو او پانګونو ستاینه وکړه، او نورو کورنی او بهرنی پانګوالو ته یی بلنه وکړه چه د شته فرصتونو کټه واخلی او په مختلفو سکتورونو کی پانګونه وکړی ، د پانګوالو او سوداګرو غږ به د اتاق تجارت او سرمایه ګذاری ریاست لخوا ترچارواکو او نړیوالو رسوی ترڅو مو پروړاندی خنډونه او ستونزی نه وی.مومند هیله وښوده چه د پانګوالو له برکته به راتلوونکی څوکلونو کی یو پیاوړی اقتصادی صادروونکی هیواد ولرو ، وروسته د سورغر زابل شرکت ریس خبری وکړی له چارواکو یی مننه وکړه ترڅنګ یی د یادی فابری د تولیداتو په اړه لنډ مالومات وړاندی کړل ، دده په وینا یاد شرکت به د ورځی سل منه پروسس شوی کرومایټ ډبره تولیدوی،اوسمهال لوګر کی د کرومایټ ډبرو ( ۵ ) کانونو باندی د استخراج چاری روانی دی اوپه نړیوال بازار کی د یو ټن غیر پروسس شوی کرومایټ ډبری بیه ( ۲۰۰) دوه سوه امریکایی ډالرو ته رسیدلی دی
دوشنبه د اسد (زمری ) میاشتی ۲۷ مه ۱۴۰۴ لمریز کال:
لوګر کې د میرابدال پنامه د خیاطۍ او رختونو مارکیټ پرانیستل شو
دلوګر ولایت مرکز پل علم ښار کی څه باندی (۳۰۰) دری سوه زره امریکایی ډالرو په ارزښت د خیاطی او رختونو یو عصری او میعاری مارکیټ جوړ او اصنافو ته د ګټی آخستنی په پار وسپارل شو: په همدی اړه نن د دوشنبی ورځ د اسد ( زمری ) میاشتی ۲۰ مه نیټه دلوګر داتاق تجارت مدیره هییت ، دولتی چارواکو، متشبثینو، اود خصوصی سکتور فعالانو،سوداګرو، او پآنګوالو په شتون کی د یاد مارکیټ پرانیسته وشو،لویو او کوچنیو سوداګرو متشبثینو هم په دی غونډه کی ګدون درلوده ، چارواکو او دخصوصی سکتور فعالانو هیله وخوده چه د یاد مارکیټ په پرانیستلو سره به سوداګریزی چاری پرمختګ او وده وکړی کاری فرصتونه به زیات شی او لسګونو کسانو ته به د کار او بار زمینه برابره شی، دمارکټ مالک او نورو پانګوالو هم هیله وخوده چه په یاد مارکیټ کی هرڅوک کولی شی په بیلابیلو صنفونو کی خپل سکتوری فعالیت او سوداګریزی چاری پرمخ بوزی او خلکوته غوره او ښه خدمات وړاندی کړی.
لوګر ولایت کی په لمړی ځل معدنی ابو او مشروباتو کارخونه جوړیږی
په دی وروستیو کی خلکو دخصوصی سکتور په برخه کی سوداګریزو چارو او پانګونو ته مخه کړی چه زیاتره سوداګر په صادراتو او وارداتو بوخت دی او ځینی بیا په کوچنیو او لویو پانګونو بوخت دی او یو لړ پرمختګونه یی هم کړی جه له امله یی هم کاری فرصتونه رامنځ ته شوی او هم یی اقتصادی ستونزی تر یو حده لری شوی دی . نن هم چه د۱۴۰۴ لمریز کال د اسد (زمری ) ۱۸ نیټه ده په لوګر ولایت کی دمعدنی اوبو او غیر الکولی مشروباتو د تولید کار خونۍ د جوړیدو جواز دصنعت اوتجارت ریاست له لوری یو با احساسه افغان ځوان پانګوال ته ورکړل شو ، دغه پانګونه چه د (۷) اووه میلونه افغانیو په ارزښت به دمعدنی اوبو او مشروباتو دتولید کارخانه وی چه د لوګر په شمول به د،ګاونډیو ولایتونو د بازارونو ځینی اړتیاوی به پوره کوی ، دافغانستان د کرکټ ملی لوبډلی لوبډلمشر حشمت الله شهیدی له لوری پانګونه کیږی
د لوګر ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست په انګړ کې د شپې مهال ادبي بنډار او مشاعره ترسره شوه
دغه ادبي بنډار او مشاعره د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس محترم رفیع الله صمیم په نوښت او د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت او رهبري په تعاون او مالي ملاتړ جوړ شوی و.
په پیل کې د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو تلاوت وشو، ورپسې د صمیم صاحب لخوا مېلمنو، شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو ته ښه راغلاست وویل شو، او د مشاعرې په ارزښت یې لنډه وینا او معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.
همداراز، صمیم صاحب د لوګر ولایت د خصوصي سکتور فعالو سوداګرو، په ځانګړې توګه د اتاق تجارت او پانګونې ریاست له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه چې د مشاعرې او ادبي غونډو په جوړولو کې یې هر اړخیزه مرسته کړې، او د لوګر کلتور، دود، ادب او هنر ته یې نوې روح او رنګ ور بښلی دی.
یاده مشاعره او ادبي غونډه د امیرالمؤمنین شیخ هیبت الله حفظهالله د رسمي فرمانونو د ښه تطبیق په موخه تنظیم شوې وه، چې شاعرانو او د ترنم څښتنانو خپل اشعار په خوږ آواز وړاندې کړل.
یادې غونډې چې د اتاق تجارت په ملګرتیا او همکارۍ جوړه شوې وه، د خصوصي سکتور د انکشاف او ودې پیغام هم له ځان سره درلود.
چارواکو او د مشاعرې ګډونوالو د لوګر ولایت د خصوصي سکتور، د اتاق تجارت له مسؤلینو او مدیره پلاوي څخه د زړه له کومي مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول پروګرامونه او بنډارونه دوام ومومي، څو د اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او نظامي پرمختګونو لپاره عملي ګامونه پورته شي، او د هېواد نورو سیمو ته هم د الهام بېلګه وي.
په یاده غونډه کې د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس مولوي محمد یعقوب مومند، لومړی مرستیال حاجي فیض الله توتاخېل، د اتاق خدماتي مرستیال حاجي عبدالشکور سراج، د اتاق عامل مدیر عبدالطیف ځلاند، د اتاق نور غړي او د خصوصي سکتور فعالانو نمایندګانو برخه اخیستې وه.
د لوګر ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست په انګړ کې د شپې مهال ادبي بنډار او مشاعره ترسره شوه (2)