د لوګر ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست په انګړ کې د شپې مهال ادبي بنډار او مشاعره ترسره شوه (2)

لوگر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دغه ادبي بنډار او مشاعره د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس محترم رفیع الله صمیم په نوښت او د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت او رهبري په تعاون او مالي ملاتړ جوړ شوی و.

په پیل کې د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو تلاوت وشو، ورپسې د صمیم صاحب لخوا مېلمنو، شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو ته ښه راغلاست وویل شو، او د مشاعرې په ارزښت یې لنډه وینا او معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.

همداراز، صمیم صاحب د لوګر ولایت د خصوصي سکتور فعالو سوداګرو، په ځانګړې توګه د اتاق تجارت او پانګونې ریاست له رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه چې د مشاعرې او ادبي غونډو په جوړولو کې یې هر اړخیزه مرسته کړې، او د لوګر کلتور، دود، ادب او هنر ته یې نوې روح او رنګ ور بښلی دی.

یاده مشاعره او ادبي غونډه د امیرالمؤمنین شیخ هیبت الله حفظه‌الله د رسمي فرمانونو د ښه تطبیق په موخه تنظیم شوې وه، چې شاعرانو او د ترنم څښتنانو خپل اشعار په خوږ آواز وړاندې کړل.

یادې غونډې چې د اتاق تجارت په ملګرتیا او همکارۍ جوړه شوې وه، د خصوصي سکتور د انکشاف او ودې پیغام هم له ځان سره درلود.

چارواکو او د مشاعرې ګډونوالو د لوګر ولایت د خصوصي سکتور، د اتاق تجارت له مسؤلینو او مدیره پلاوي څخه د زړه له کومي مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول پروګرامونه او بنډارونه دوام ومومي، څو د اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او نظامي پرمختګونو لپاره عملي ګامونه پورته شي، او د هېواد نورو سیمو ته هم د الهام بېلګه وي.

په یاده غونډه کې د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس مولوي محمد یعقوب مومند، لومړی مرستیال حاجي فیض الله توتاخېل، د اتاق خدماتي مرستیال حاجي عبدالشکور سراج، د اتاق عامل مدیر عبدالطیف ځلاند، د اتاق نور غړي او د خصوصي سکتور فعالانو نمایندګانو برخه اخیستې وه.