ناسته په داسي حال کي شروع شوه چي ددغه رياست محترم ريس صاحب الحاج عبدالقادر، خدماتي مرستيال محترم محمد هاشم مرغه وال، مالي ريس محترم صحبت خان صابري، او عامل مدير حامد رسولي حضور درلود.
په سر کي ددغه رياست ريس صاحب دوي ته ښه راغلاست ووايه. په ورته وخت کي راغلو ميلمنو، هر يو ښاغلي برويت او ورسره ملګري ښاغلي شاهين صاحب، مننه وکړه او د راتګ د هدف په اړه يى معلومات شريک کړل.
ويې وويل: څنګه کولای شو چي د خصوصي سکتور د پياوړتيا لپاره کار وکړو، او په سوداګريزه برخه کي کومي اساسي ستونزي شتون لري تر څو ورته ډونر پيدا او ستونزي حل شي او همکاري وشي.

ددغه رياست ريس صاحب دا يو نيک اقدام ياد کړ او ويې ويل چي ياد ولايت يو زرعتي ولايت دی، او دلته په ولايتي سطحه يو شمېر ستونزي شته، لکه د معياري زرعتي سيستم نشتون، د اوبو مديريت په برخه کي ستونزي، او د زرعتي محصولاتو د معياري کېدو لپاره د مسلکي اشخاصو نشتون، تر څو بزګرانو ته پوهاوی ورکړي.
همداراز د زرعتي محصولاتو د کيفيت ساتلو لپاره د سړو خونو نشتون ته يې اشاره وکړه.

په نوبت، ددغه رياست خدماتي مرستيال مرغه وال صاحب د سوداګرو لپاره د ويزو نشتون، د غير معياري زرعتي سيستم موجوديت، له سوداګرو څخه د مالي ملاتړ لپاره د قرضو بهير نشتون، او د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړيدو غوښتنه وکړه.
همداراز، ددغه رياست مالي ريس صابري صاحب د بانکي سيستم اړوند خپلې ستونزې بيان کړې، او ددغه رياست عامل مدير د کوچنيو متشبثينو د کاري پراختيا لپاره د فرصتونو برابرېدو، او د ښځينه سوداګرو د مالي ملاتړ په برخه کي د ډونر پيدا کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي برويت يادو ستونزو ته په اشاره وويل چي کوښښ کوو يادې ستونزي د حل لپاره لازمه همکاري وکړو، د ولايت سوداګرو او پانګوالو ته سهولتونه برابر کړو، او په عمومي ډول د خصوصي سکتور د پياوړتيا په برخه کي هر راز همکاريو ملاتړ وکړو او نړيوالې ټولنې سره ياد موضوعات شريک کړو.


د ۱۴۰۴ کال د سرطان ۳ نېټه

.نن پنجشنبه د روان ١٤٠٤کال د جوزا د مياشتي (٧)نيټه  د زابل ولايت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست د هيٸت مديره نوبتي غونډه تر سره شوه  غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه  غونډه په داسي حال کي تر سره شوه چي ددغه خوني محترم ريس صاحب الحاج عبدالقادر ، پانګوني مرستيال حاجي آمين الله مومين ، د زابل ولايت مرکز قلات ښار د وچي ميوي د اتحاديې ريس حاجي عبدالستار کوچي او مرستيال حاجي نعمت الله  ، د صحي اتحاديې ريس حاجي داکتر صاحب عصمت الله افغان ، د صنعتي کميټي ريس حاجي رحيم الله رحيمي ، د اوړو د منډي د کميټي ريس حاجي عبدالستار افغان ، د شملزو ولسوالي د کميټي ريس ملا دورمحمد همت د کندهار ولايت ميشتو سوداګرو د اتحاديى ريس رحيم الله کوچي او مرستيال يى حاجي علي محمد او عامل مدير حامد رسولي حضور درلود  وروسته ددغه رياست محترم ريس الحاج عبدالقادر د مرکز کابل ته د سفر په اړه معلومات شريک کړل چي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مقام ، ګمرکاتو ، ماليه وزارت مقام  او داسي نورو محترمو وزارتونو قدرمنو مسولينو سره يي ليدلي وو او ددغه ولايت ستونزي يي د نژدي ورسره شريکي کړي وي    په نوبت حاجي نعمت الله او ملا دورمحمد خبري وکړي او د شوي سفر په اړه يي  مختصر معلومات وړاندي کړل  د شملزو ولسوالي د سړک د جوړيدو  د صنعتي پارک د ځمکو د توذيع د  شرايطو په اړه بحث وشو  په اړه يى ګډونوالو نظر تبادله وکړه   وروسته د رياست داخلي موضوع باندي هم خبري او په اړه يى لازمي پريکړي وشوي  د سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست.

شنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۰مه
یاده لیدنه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، پکې ښاغلیو: خان محمد سرفراز باز د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس، سید جاوید برهان د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، او د اتاق د مدیره پلاوي غړی، ضیأالدین اچکزی د مشرتابه پلاوي غړی او میرزمان پوپل د اتاق د عامل ریاست د مالي او اداري مرستیال ګډون درلود.

په پیل کې، ښاغلي محمد هاشم میرغه وال د زابل ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال، د یاد ولایت د خصوصي سکتور موجودې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې د مرکزي اتاق له لارې وکړه.

د اتاق مشرتابه پلاوي د زابل د اتاق د مرستیال له خوا د مطرح شویو ستونزو تر اورېدو وروسته وویل، چې د اتاق مشرتابه تل د هېواد د خصوصي سکتور د ټولو غړو د ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي. هغوی زیاته کړه چې د زابل اتاق دې خپلې ستونزې په تحریري بڼه مرکزي اتاق ته واستوي، ترڅو مرکزي اتاق وکولای شي د قانون په رڼا کې او د اړوندو دولتي مسؤلینو په همغږۍ د یادو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

نن يکشنبه د جوزا د مياشت ٤نيټه د زابل ولایتي پرمختیایي کمیټې (PDC) غونډه ترسره شوه.
د زابل ولایت مرستیال والي، الحاج مولوي محب‌الله حماس، په مشرۍ د ولایتي پرمختیایي کمیټې (PDC) غونډه ترسره شوه، چې پکې د سکتوري ریاستونو رئیسانو، د مؤسسو ولایتي مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د اقتصاد ریاست رئیس، حاجي امیر، وویل چې د خدماتو په برخه کې د مؤسسو مسؤلیت ډېر دروند دی، نو اړینه ده چې مؤسسې خپل امکانات تر وروستي حده وکاروي.
وروسته د تېرې غونډې د پرېکړو راپورونه وړاندې شول، او محترم حماس ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو. هغه له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې د پرمختیایي او غیر پرمختیایي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، مسؤلانه او منظم کار وکړي.
ښاغلي حماس د تاریخي آثارو، په ځانګړې توګه د قلات ښار "قلات بابا" بالاحصار د بیا رغونې غوښتنه وکړه. همداراز یې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره له مسؤلو ادارو هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مهاجرینو امیر، مولوي عبدالغني احسان، وویل چې زابل ولایت له اقتصادي پلوه یو له کمزورو ولایتونو څخه دی، او د جهاد او غربت له امله یې ډېری اوسېدونکي مهاجر شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې راستنېدونکو کډوالو ته باید زیاته پاملرنه وشي.
د غونډې په پای کې د زابل والي، الحاج ملا شیر محمد شریف، هم ګډون وکړ او د مؤسسو له کړیو خدماتو یې مننه وکړه. نوموړي وویل چې د خوښۍ ځای دی چې د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره د لوړ پوړو مسؤلینو یو ډله سره راټوله شوې ده. هغه ډاډ ورکړ چې د شفافیت او ستونزو د حل په برخه کې به له ټولو اړوندو ادارو سره پراخه همکاري کوي.
د زابل ولايت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست