ناسته په داسي حال کي شروع شوه چي ددغه رياست محترم ريس صاحب الحاج عبدالقادر، خدماتي مرستيال محترم محمد هاشم مرغه وال، مالي ريس محترم صحبت خان صابري، او عامل مدير حامد رسولي حضور درلود.
په سر کي ددغه رياست ريس صاحب دوي ته ښه راغلاست ووايه. په ورته وخت کي راغلو ميلمنو، هر يو ښاغلي برويت او ورسره ملګري ښاغلي شاهين صاحب، مننه وکړه او د راتګ د هدف په اړه يى معلومات شريک کړل.
ويې وويل: څنګه کولای شو چي د خصوصي سکتور د پياوړتيا لپاره کار وکړو، او په سوداګريزه برخه کي کومي اساسي ستونزي شتون لري تر څو ورته ډونر پيدا او ستونزي حل شي او همکاري وشي.ددغه رياست ريس صاحب دا يو نيک اقدام ياد کړ او ويې ويل چي ياد ولايت يو زرعتي ولايت دی، او دلته په ولايتي سطحه يو شمېر ستونزي شته، لکه د معياري زرعتي سيستم نشتون، د اوبو مديريت په برخه کي ستونزي، او د زرعتي محصولاتو د معياري کېدو لپاره د مسلکي اشخاصو نشتون، تر څو بزګرانو ته پوهاوی ورکړي.
همداراز د زرعتي محصولاتو د کيفيت ساتلو لپاره د سړو خونو نشتون ته يې اشاره وکړه.په نوبت، ددغه رياست خدماتي مرستيال مرغه وال صاحب د سوداګرو لپاره د ويزو نشتون، د غير معياري زرعتي سيستم موجوديت، له سوداګرو څخه د مالي ملاتړ لپاره د قرضو بهير نشتون، او د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړيدو غوښتنه وکړه.
همداراز، ددغه رياست مالي ريس صابري صاحب د بانکي سيستم اړوند خپلې ستونزې بيان کړې، او ددغه رياست عامل مدير د کوچنيو متشبثينو د کاري پراختيا لپاره د فرصتونو برابرېدو، او د ښځينه سوداګرو د مالي ملاتړ په برخه کي د ډونر پيدا کولو غوښتنه وکړه.ښاغلي برويت يادو ستونزو ته په اشاره وويل چي کوښښ کوو يادې ستونزي د حل لپاره لازمه همکاري وکړو، د ولايت سوداګرو او پانګوالو ته سهولتونه برابر کړو، او په عمومي ډول د خصوصي سکتور د پياوړتيا په برخه کي هر راز همکاريو ملاتړ وکړو او نړيوالې ټولنې سره ياد موضوعات شريک کړو.
د ۱۴۰۴ کال د سرطان ۳ نېټه
نن دوشنبه د يوناما د استازي سره مو د يو لړ سوداګريزه موضوعاتو په موخه ناسته وکړه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode