نن يکشنبه د جوزا د مياشت ٤نيټه د زابل ولایتي پرمختیایي کمیټې (PDC) غونډه ترسره شوه.
د زابل ولایت مرستیال والي، الحاج مولوي محبالله حماس، په مشرۍ د ولایتي پرمختیایي کمیټې (PDC) غونډه ترسره شوه، چې پکې د سکتوري ریاستونو رئیسانو، د مؤسسو ولایتي مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د اقتصاد ریاست رئیس، حاجي امیر، وویل چې د خدماتو په برخه کې د مؤسسو مسؤلیت ډېر دروند دی، نو اړینه ده چې مؤسسې خپل امکانات تر وروستي حده وکاروي.
وروسته د تېرې غونډې د پرېکړو راپورونه وړاندې شول، او محترم حماس ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو. هغه له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې د پرمختیایي او غیر پرمختیایي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، مسؤلانه او منظم کار وکړي.
ښاغلي حماس د تاریخي آثارو، په ځانګړې توګه د قلات ښار "قلات بابا" بالاحصار د بیا رغونې غوښتنه وکړه. همداراز یې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره له مسؤلو ادارو هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مهاجرینو امیر، مولوي عبدالغني احسان، وویل چې زابل ولایت له اقتصادي پلوه یو له کمزورو ولایتونو څخه دی، او د جهاد او غربت له امله یې ډېری اوسېدونکي مهاجر شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې راستنېدونکو کډوالو ته باید زیاته پاملرنه وشي.
د غونډې په پای کې د زابل والي، الحاج ملا شیر محمد شریف، هم ګډون وکړ او د مؤسسو له کړیو خدماتو یې مننه وکړه. نوموړي وویل چې د خوښۍ ځای دی چې د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره د لوړ پوړو مسؤلینو یو ډله سره راټوله شوې ده. هغه ډاډ ورکړ چې د شفافیت او ستونزو د حل په برخه کې به له ټولو اړوندو ادارو سره پراخه همکاري کوي.
د زابل ولايت د سوداګرۍ او پانګوني خوني رياست
د زابل ولایتي پرمختیایي کمیټې (PDC) غونډه ترسره شوه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode