04
نهي, نوومبر
1 New Articles

لوګر کی د سورغر په نوم د کرومایټو ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شو

لوگر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د لوګر ولایت محمد آغی ولسوالی اړوند شکارکلا سیمه کی د یو تن ملی پانګوال لخوا د(۱۴) میلونو افغانیو په ارزښت د کرومایټ ډبرو د پروسس پانګونه کړی  ده  چه دسوغر زابل په نوم لوی شرکت  دهمدی فابریکی پرانیسته د لوګر مرستیال والی  مولوی محمدانور دین پرور،دکانونو اوپطرولیم ریاست ، دسوداګری او پانګونی خونۍ ،اود سورغر  زابل شرکت ریسانو له لوری رسما دګڼو نورو پانګوالو،سوداګرو،صنعتکارانو او حکومتی چارواکو په شتون کی یاد فابریکه پرانیستل شو،دغه شرکت څو کاله وړاندی د محمدآغی ولسوالی اړوند شکارکلا سیمه کی  د (۵) پنڅه کیلومترمربع ساحی د کرومایټ ډبرو د کان کیندلو قرار داد ترلاسه کړی و ،او د استخراج چاری  یی روانی وی ، اوس مهال یی د کانونو او پطرولیم، دسوداګری او پانګونۍ خونۍ په هڅونۍ یاده سیمه کی د کرومایټو د پروسس فابریکه  جوړه او عملی د پروسس چاری پیل شوی، دلوګر دکانونو او پطرولیم ریس مولوی نقیب احمد فرقانی وایی تردی وړاندی یاد شرکت د کرومایټو د پروسس چاری په کوم بل ولایت کی ترسره کول خو لدی وروسته به ددی شرکت فعالیت په لوګر کی ترسره کیږی ترڅو د سیمی خلکو ته یی اقتصادی او مالی  ګټۍ ورسیږی.نوموړی زیاته کړه  د یاد شرکت د پانګونو له  برکته تردی  دمه  (۳۰۰) دری سوه میلونه افغانی عواید د دولت خزانی ته آچول شوی ده  ،

ورته مهال د لوګر مرستیال والی مولوی محمد انور  دین پرور اود سوداګری او پانګونۍ خونۍ ریس مولوی محمد یعقوب مومند ددی فابریکی د پرانیستی له کبله  خوښی وښوده او د سیمی خلکو ته یی مبارکی وویله، او زیاته یی کړه خوشحاله یو چه نن د یو داسی مهم اقتصادی پرمختګ شاهدان یو، مرستیال والی پخپلو خبرو کی وویل نن په ټول هیواد کی امن دی او کورنی، او بهرنی پانګوالو ته ترپخوا اوس  زیات فرصتونه شته چه په بیلابیلو سکتورونو کی پانګونه وکوی،ترڅو داقتصادی ودی او پرمختګ شاهدان  ووسو . ځوانانو ته کاری زمینه برابره شی او د خلکو  ژوند ښه شی، ورپسی د سوداګری او پانګونۍ خونۍ ریس محترم مولوی  محمدیعقوب مومند خبری وکړی اود یاد شرکت د کړنو او پانګونو ستاینه وکړه، او نورو کورنی او بهرنی  پانګوالو ته یی بلنه وکړه چه  د شته فرصتونو کټه واخلی او په مختلفو سکتورونو کی پانګونه وکړی ، د پانګوالو او سوداګرو غږ به د اتاق تجارت او سرمایه ګذاری ریاست لخوا  ترچارواکو او نړیوالو رسوی ترڅو مو پروړاندی  خنډونه او ستونزی نه وی.مومند هیله وښوده چه  د پانګوالو له برکته به راتلوونکی  څوکلونو کی یو پیاوړی اقتصادی  صادروونکی  هیواد ولرو ، وروسته د سورغر زابل شرکت ریس خبری وکړی له چارواکو یی مننه وکړه ترڅنګ یی د یادی فابری د تولیداتو په اړه لنډ مالومات وړاندی کړل ، دده په وینا یاد شرکت به د ورځی سل منه پروسس شوی کرومایټ ډبره تولیدوی،اوسمهال  لوګر کی د کرومایټ ډبرو ( ۵ ) کانونو باندی د استخراج چاری روانی دی اوپه نړیوال بازار کی د یو ټن غیر پروسس شوی کرومایټ ډبری بیه ( ۲۰۰) دوه سوه امریکایی ډالرو ته رسیدلی دی 

 

دوشنبه د اسد (زمری ) میاشتی ۲۷ مه  ۱۴۰۴ لمریز کال: