04
نهي, نوومبر
1 New Articles

لوګر کې د میرابدال پنامه د خیاطۍ او رختونو مارکیټ پرانیستل شو

لوگر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دلوګر ولایت مرکز پل علم ښار کی څه باندی (۳۰۰) دری سوه زره امریکایی ډالرو په ارزښت د خیاطی او رختونو  یو عصری او میعاری مارکیټ جوړ او اصنافو ته د ګټی آخستنی  په پار وسپارل  شو:  په همدی اړه نن د دوشنبی ورځ د اسد ( زمری ) میاشتی  ۲۰ مه نیټه دلوګر داتاق تجارت مدیره هییت ، دولتی  چارواکو،  متشبثینو، اود خصوصی سکتور فعالانو،سوداګرو، او پآنګوالو په شتون کی د یاد مارکیټ پرانیسته وشو،لویو او کوچنیو سوداګرو  متشبثینو هم په دی غونډه کی  ګدون درلوده ، چارواکو او  دخصوصی سکتور فعالانو هیله وخوده چه د یاد مارکیټ په پرانیستلو سره به  سوداګریزی چاری پرمختګ او  وده وکړی کاری  فرصتونه به  زیات شی او لسګونو کسانو ته به د کار او بار  زمینه  برابره شی، دمارکټ مالک او نورو پانګوالو هم هیله وخوده چه په یاد مارکیټ کی هرڅوک کولی شی په بیلابیلو صنفونو کی خپل سکتوری فعالیت او سوداګریزی چاری پرمخ بوزی او خلکوته  غوره او ښه خدمات  وړاندی کړی.