په دی وروستیو کی خلکو دخصوصی سکتور په برخه کی سوداګریزو چارو او پانګونو ته مخه کړی چه زیاتره سوداګر په صادراتو او وارداتو بوخت دی او ځینی بیا په کوچنیو او لویو پانګونو بوخت دی او یو لړ پرمختګونه یی هم کړی جه له امله یی هم کاری فرصتونه رامنځ ته شوی او هم یی اقتصادی ستونزی تر یو حده لری شوی دی . نن هم چه د۱۴۰۴ لمریز کال د اسد (زمری ) ۱۸ نیټه ده په لوګر ولایت کی دمعدنی اوبو او غیر الکولی مشروباتو د تولید کار خونۍ د جوړیدو جواز دصنعت اوتجارت ریاست له لوری یو با احساسه افغان ځوان پانګوال ته ورکړل شو ، دغه پانګونه چه د (۷) اووه میلونه افغانیو په ارزښت به دمعدنی اوبو او مشروباتو دتولید کارخانه وی چه د لوګر په شمول به د،ګاونډیو ولایتونو د بازارونو ځینی اړتیاوی به پوره کوی ، دافغانستان د کرکټ ملی لوبډلی لوبډلمشر حشمت الله شهیدی له لوری پانګونه کیږی
لوګر ولایت کی په لمړی ځل معدنی ابو او مشروباتو کارخونه جوړیږی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode