دغه کتنه چی نن چهار شنبه د روزګان ولایت د مرستیال والي الحاج ملا باري ګل اخند په مشرۍ چي د روزګان د سوداګرۍ خوني رئیس الحاج حبیب الله "عمر"، الحاج ملا عبدالله صاحب او د سوداګرۍ خوني مالي او اداري رئیس ملا فضلي الله "بلال" د ملی پر اختیا وي شرکت داجرایئوی رئیس عبدالرحمن "عطا ش" سره دآغاجان بند دپروژي او یولړ نورو مهمو پر مختیاوی پروژو په اړ مهمه ناسته ترسره کړه.
دغه پلاوی چی د روزګان ولایت دمرستیال والی په مشری د دغه ولایت د خلکو په استازیتوب مر کز کابل به سفر تللي تر څو ددغه ولایت د اوسېدونکو شته ستونزی تر مربوطه مسوؤلینو پوري ورسوی چی نن د ملی پرا ختیاوی شرکت د اجرایئوی رئیس سره د لاندي مهمو او حیاتي پروژو په اړه هر اړخیز بحث وکړي لکه د آغاجان د بند عملي چارو لا ګرندي کول کوم چی ددغه ولایت په اقتصاد ، کرني او بریښناء په برخه کي دپام وړ بدلون راولي.د ملی پر اختیاوی شرکت اجرایئوی رئیس انجنیر عبدالرحمن عطاش ژمنه ورسره کړي چي دتر سره شوی قرار داد له مخی د آغاجان دبند د پروژي رغیدل ددغه شرکت په لومړیتوبونو کي دي چي ډیر ژیر به په عملی چارو کی نور هم ګړندیتوب راسي چی ددغه بند په رغولو سره ددغه ولایت په اقتصادي او تجارتي برخه کي د پام بدلونه راسي نوموړی چی څه موده مخکي دیو تخنیکي ټیم سره دغه ولایت په سفر راغلي، دآغاجان دبند د پروژی دعملي چارو څخه دنږدی هم لیدنه ترسره کړي وه.
نیټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۲
د روزګان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د ملي پراختیايي شرکت له رئیس سره د آغاجان بند او نورو پروژو په اړه ولیدل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode