دغه کتنه چی نن سي شنبه د روزګان ولایت د مرستیال والي الحاج ملا باري ګل اخند په مشرۍ د روزګان د سوداګرۍ خوني رئیس الحاج حبیب الله عمر، الحاج ملا عبدالله صاحب او د سوداګرۍ خوني مالي او اداري رئیس ملا فضلي الله بلال د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له معین الحاج مولوي باز محمد فیزان سره مهمه کاري ناسته ترسره کړه.
یاد پلاوی د روزګان د خلکو په استازیتوب د هغو سیمو ستونزي مطرح کړې، چي اوسېدونکي یې له سختي وچکالۍ او د اوبو کمښت سره مخامخ دي. دوی د لاندي مهمو او حیاتي پروژو د عملي کولو غوښتنه وکړه چي د کوري د مانده د کوهیانو چیک ډیم جوړول، د دهیک د مانده چیک ډیم رغول او د صدمردې د کانال او د یاد کانال د سربند بیارغونې تر څنګ یو شمېر نوري پوروژو یادونه وکړه.
پلاوي ټینګار وکړ، چې یادي پروژې به نه یوازې د زرګونو خلکو د کرنیزو ستونزو حل لامل سي، بلکې د مالدارۍ، باغدارۍ او سیمهییز اقتصاد لپاره هم ستر مثبت بدلونونه به رامنځته کړي او د اوبو د کمښت مخه به ونیسي.
د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین ژمنه وکړه، چي دغه ستونزي به د وزارت له اړوند تخنیکي ټیم سره شریکي کړي، د اړتیا وړ ارزونې به وسي او ډاډ یې ورکړ چي د یادو پروژو عملي کارونه به پیل سي.نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۱
د روزګان دسوداګرۍ او پانګونی خونۍ رئیس د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له معین سره د مهمو پرمختیایي پروژو په اړه وکتل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode