د کاپیسا د صنعت او سوداګرۍ ریاست د احتکار مخنیوي او د اجناسو د نرخونو کنټرول کمېسیون له بازارونو څخه څارنه وکړه

کاپیسا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د کاپیسا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د احتکار مخنیوي او د اجناسو او خدماتو د نرخونو کنټرول کمېسیون د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷هـ.ق د محرم ۱۹مه چې د ۱۴۰۴هـ.ش د چنګاښ له ۲۳مې سره برابره ده، د یاد ولایت د مرکز بازارونه وڅارل.

یاد کمېسیون د څارنې پر مهال له خوراکي توکو پلورنځیو، نانواییو، قصابیو او د تېلو ټانکونو څخه لیدنه وکړه. هغه پلورونکي چې د ټاکل شویو نرخنامو مطابق یې عمل کاوه، تشویق شول، او نورو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې.