د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره لیدنه وکړه

ننگرهار
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي لومړي مرستیال حاجي حضرت ولي هډوال، تجارتي مرستیال عبدالولي بابکرخیل، خدماتي مرستیال حاجي صفت الله صاحبزاده، د دارالانشاء رئیس حاجي غلام مصطفی رحیمي، مالي مرستیال حاجي رئیس اقبال، محترم حاجي ګلمراد عرب، ډاکتر مخلص احمد، حاجي عزیزالرحمن عرب، اعجاز الحق، او د اجرایه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپي د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي سره ځانګړې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د خصوصي سکتور د ستونزو او اړتیاوو په اړه مفصل بحث وکړ. پلاوي د جوازونو د تمدید په پروسه کې د موجودو خنډونو، په پاکستان کې د هند ته د صادرېدونکو مالونو د توقف د ستونزې، د وزارت او خونې ترمنځ د همغږۍ، د خدماتو د کیفیت لوړولو، د سوداګرو د ستونزو د حل، او د تجارتي ویزو د اسانتیا موضوعات مطرح کړل.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په استازیتوب محترم حاجي ګلمراد عرب د صنعت او سوداګرۍ د وزیر له کړو خدماتو مننه وکړه او ویې ویل: "موږ له وزارت سره په همغږۍ کار کوو تر څو د سوداګرو لپاره لازمي خدمات وړاندې کړو. سوداګر له یو شمېر ستونزو سره مخ دي چې د حل غوښتنه یې کوو."

محترم ډاکتر مخلص احمد د جوازونو په تمدید کې د نوې طرزالعمل په اړه د سوداګرو او پانګوالو اندېښنې شریکې کړې، په پاکستان کې د هند ته د صادرېدونکو مالونو د توقف د ستونزې حل او د تجارتي ویزو د اسانتیا غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي وزیر ژمنه وکړه چې د خصوصي سکتور ستونزې به د قانون په چوکاټ کې تعقیب او حل شي او د سوداګرو د ملاتړ لپاره به نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

نېټه: ۱۴۰۴/۴/۷