د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

ننگرهار
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي سید پرویز سادات هوفیان او ښاغلي میر زمان پوپل د مالي او اداري مرستیال سرپرست په حضور کې، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي لومړي مرستیال حاجي حضرت ولي هډوال، تجارتي مرستیال عبدالولي بابکرخیل، خدماتي مرستیال حاجي صفت الله صاحبزاده، د دارلنشاء رئیس حاجي غلام مصطفی رحیمي، مالي مرستیال حاجي رئیس اقبال، حاجي ګلمراد عرب، ډاکتر مخلص احمد، حاجي عزیزالرحمن عرب، اعجاز الحق، او د اجرایه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپي ګډون کړی و.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ولایت د خصوصي سکتور عمده ستونزې مطرح کړې او له مرکزي مشرتابه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي مهمند د ننګرهار د اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ننګرهار یې د هېواد له مهمو اقتصادي – سوداګریزو زونونو څخه وباله، چې د بډایه کانونو ظرفیتونه لري او د پاکستان سره د ترانزیت مهم وصل ټکی ګڼل کېږي. نوموړي د دې ولایت د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې د اتاق له خوا د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي پوپل د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره د صادراتو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د صادراتو د بهیر د لا شفافیت په موخه یې د ننګرهار د اتاق د عامل هیئت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

نېټه: د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ ۷مه