د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبرۍ پلاوي مالي مرستیال حاجي ریس اقبال،محترم حاجي ګلمراد عرب،محترم ډاکتر مخلص احمد،اجرایه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپی،په ختیځ کې د یوناما دفتر ریسه اغلې کیرن،د کونړ او لغمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولینو،د خصوصي سکتور یوشمېر غړو او حکومتي مسولینو ګډون کړی و.
محترم حاجي ګلمراد عرب د یوناما له ادارې مننه وکړه چې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په پار یې تل ناستې برابرې کړې او د خصوصي سکتور د تقویې،ستونزو او اندېښنو په اړه یې له نړیوالې ټولنې سره همغږي کړې،خو ډېرې ستونزې شته چې یادښت شوي خو حل لپاره یې اقدام نه دی شوی.
ښاغلي ګلمراد عرب د ترانسپورت د کرايي لایحې باندې د غور ټینګار،افغان صادراتي اموالو پرمخ د واګا بندر خلاصون،افغانستان او پاکستان د میوې او سبزۍ زیات محصول کې د سوداګرو اندېښنې او ترانزیټي اموالو په لېږد کې ستونزو په حل کې یولړ وړاندیزونه وکړل او وې ویل د تجاراتي ویزو په ورکړه کې ځنډ ستونزې پیدا کړي.
نوموړي وویل: په ولایتي او مرکزي کچه یې د ختیځ زون د خصوصي سکتور پیاوړتیا لپاره اقدام کړی،چې په ډېرې برخو کې لاسته راوړنې لري.
محترم ډاکتر مخلص احمد د اپټا تړون نوې کولو،چابهار بندر د فعالیت پیل،نړیوالو تحریمونو د خلاصون،بانکي نظام کې سوداګرو ته د سهولتونو ایجاد،صادراتي توکو د تقویې لپاره د سړو خونو جوړول،ننګرهار کې د اقتصادي شورا د جوړولو وړاندیز،بشري مرستو پرځای بنیادي انکشافي کارونو ته لومړیتوب ورکول،په ځینې تجاراتي قوانینو کې تغیر او اصلاح او یولړ نور وړاندیزونه او غوښتنې وکړې.
په دغه ناسته کې د ننګرهار،کونړ،لغمان او نورستان اقتصادي وضعیت،فرصتونه او په خصوصي سکتور کې د حکومت ښکلېلتیا او ملاتړ،په ملي کچه د یوناما رول ارزونه وشوه.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ګډون د یوناما لخوا د خصوصي سکتور د اقتصادي خبرو اترو پیاوړتیا ناستې کې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode