د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د تورخم بندر د ترانزیتي تشو کانتینرونو د تم ځای ستونزې د حل په موخه، د یاد بندر له بېلابېلو مسئولینو سره ګډه ناسته وکړه.
د خونې خدماتي مرستیال حاجي صفتالله صاحبزاده، چې ډاکتر مخلص احمد او یو شمېر سوداګر یې ملتیا کوله، تورخم ته سفر وکړ او هلته یې له محترم عبدالجبار حکمت (د تورخم کمیسار) او محترم مولوي ګلاب شاه (د ترانسپورت مدیر) سره ناسته وکړه.
محترم صاحبزاده وویل، څو میاشتې وړاندې په تورخم ګمرک کې د تشو کانتینرونو لپاره یو جلا ترمینل جوړ شوی و، چې موخه یې د لارو بندېدو مخنیوی او د انتقال بهیر چټکول و. خو د دې ترمینل د کمو امکاناتو له امله، دا ځای وتړل شو او تشې موټرې د نورو عادي موټرو ترڅنګ ودرول شوې، چې له امله یې یو ځل بیا ستونزې پیدا شوې او تاجران د "ډیټنشن" جریمو سره مخ شول.
محترم ډاکتر مخلص احمد وویل، که دا ترمینل بېرته فعال شي، نو دا به د کانتینرونو پر وخت تګ، د جریمو مخنیوی او د بار وړونکو شرکتونو سره د همغږۍ برخه کې مهم ګام وي. نوموړي وویل، دا مهال سلګونه تشې لارۍ څو ورځې د تورخم په میدان کې ولاړې دي، او له مسؤلینو وغوښتل شول چې دا بهیر چټک کړي.
د مسئولینو په وینا، د تشو موټرو انتقال له نن شپې پیل شوی او تمه ده چې په دوو یا دریو شپو کې به ټول تش کانتینرونه له پوله واوړي.
په ناسته کې دا هم وړاندیز وشو چې د تشو کانتینرونو لپاره یو نوی مناسب تم ځای جوړ شي، چې رسمي وړاندیز یې ښاروالۍ ته هم وسپارل شو. تمه ده چې نوی ترمینل راتلونکې اوونۍ فعال شي او کانتینرونه به جلا ودرول شي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې لخوا د تورخم د تشو ترانزیتي کانتینرونو د تم ځای ستونزې حل لپاره ناسته وشوه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode