د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ، عتیقالرحمن ګروپ له ایران نه راستانه شویو هېوادوالو سره د څلورو میلیونو افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دا مرستې چې د بشري همدردۍ او ټولنیز مسؤلیت له مخې برابرې شوې وې، د هرات په ولایت کې له هغو افغانانو سره وشوې چې تازه له ګاونډي هېواد ایران نه راستنېدلي دي.
د مرستې وېش مراسمو کې د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبري پلاوي ګډون کړی و، چې پکې مالي مرستیال ریس اقبال، محترم ډاکتر مخلص، اجرائیه سرپرست ریس شاکرالله ساپي، د اصنافو او هټیوالو خونې رئیس بازمحمد ځوانمل، د صنعت او سوداګرۍ ریاست د خصوصي سکتور امر شاکرالله ستانکزی، او د عتیقالرحمن ګروپ مسوولین حاضر وو.
محترم ډاکتر مخلص احمد په خپلو خبرو کې له عتیقالرحمن ګروپ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول بشردوستانه اقدامات نه یوازې د مرستې مستحقو کسانو ته لاسنیوی کوي، بلکې د خصوصي سکتور د رول مثبت انځور هم وړاندې کوي.
هغه ټینګار وکړ چې نور هېوادپال سوداګر به هم د ورته مرستو لپاره وهڅول شي، ځکه چې “له ایران نه راستانه شوي هېوادوال زموږ د وجود برخه دي او هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.”
ډاکتر مخلص زیاته کړه چې د دغو راستنېدونکو ځوانانو له ظرفیتونو څخه به استفاده وشي او د کار زمینه به ورته مساعده شي.
د یادونې وړ ده چې دا مرستې د خصوصي سکتور او ټولنیز مسؤلیت یوه ښکاره بیلګه ده، چې له مخې یې سوداګر د هېوادوالو د ملاتړ په موخه رغنده رول لوبوي
عتیقالرحمن ګروپ له ایران نه راستانه شویو هېوادوالو سره د څلورو میلیونو افغانیو په ارزښت خوراکي مرسته وکړه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode