د اندخوي په ښار کې د تولیدي شرکتونو او تاریخ‌تېر شویو خوراکي توکو ګډ نظارت

فاریاب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ۱۴۰۴ هـ.ش د چنګاښ په ۲۵مه نېټه، د فاریاب ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست یو پلاوی د اندخوي ولسوالۍ ته راغی، څو د تولیدي شرکتونو وضعیت وارزوي او د تاریخ‌تېر شویو خوراکي توکو کنټرول وکړي. دا لیدنه د فاریاب ولایت د مقام د هدایت پر اساس، د اندخوي د صحت نظارتي کمېسیون سره په همغږۍ ترسره شوه، او له ټولو اړوندو برخو څخه څارنه وشوه.