دغه ناسته کي د هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن "مسلم کندوزي"صاحب تر څنګ د صنعت او تجارت وزارت معین مولوي احمدالله"زاهد"صاحب او ورسره مل پلاوي، صنعت او تجارت رئیس قاري محمدنسیم"عبدالرحمن"،هلمند سوداګرۍ خوني رئیس الحاج غلام یحیی "پښتون"،هلمند صنایعو او معادنو خوني رئیس حاجي رحمت الله "نظري"او ګڼ شمېر تجارانو برخه لرل.
د یادي غونډي موخه اقتصادي ودي، پانګوالو هڅوني او د خصوصي سکتور ستونزو ته د حل لارو موندل وه.
هلمند سوداګرۍ او صنایعو او معادنو خونو رئیسانو او ګن شمېر نورو تجارانو/صنعتکارانو په نوبتي ډول خبري وکړې، خپلي ستونزي یې شریکي کړې او ګڼ شمېر وړاندیزونه یې وړاندي کړل چي پکښې دلښکرګاه دوراهي ته څېرمه سیمه کي په ملي صنعتي پارک کي د مځکو وېش، فابریکو د جوړېدو لپاره اسانتیاوي، صنعتي پارک کي سړکونو جوړېدل،صنعتي پارک کي کارونو د پېلدو او د برېښنا د پرله پسې شتون غوښتني شاملي وې.
ددوی په خبره چي یاد صنعتي پارک کي به زموږ تجاران د ټوکرانو،تار،سریلاک،اوړو میلونه، سولري هیندارو،غوړو، پيپونو ،درملو او بېلابېلي فابریکې فعاله کړي او زرګونو بې روزګاره کسانو ته به د کار زمینه برابره سي.
هلمند والي په نننۍ ناسته کي د خبرو پر مهال دا ډېر د ویاړ ځای وباله چي ددې ولايت د آبادۍ او ترقۍ په موخه د تجارانو سره لیده کاته کوم زیاته یې کړه چي ددې صنعتي پارک په جوړېدو سره به مو ځوانان د پردیو هېوادونو له احتیاجۍ څخه وژغورل سي او په کور دننه به ورته د کار زمینه برابره سي.
هلمند والي پر ټولو تجارانو ږغ وکړ چي راځئ په ګډه یو بل ته د ورورلۍ لاسونه ورکړو او په ګډه د هېواد په بيارغونه او آبادۍ کي په پوره صداقت سره ونډه واخلو او دې صنعتي پارک کي باید بېلابېلي فابریکي فعاله کړل سي تر څو د پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان څخه برخمن اوسو.
صنعت او تجارت وزارت معین وویل: دا نه یواځي د هلمندي اوسیدونکو بلکي د افغانستان لپاره ستر ګام دی، ټول تجاران باید په همږغۍ دلته پانګونه وکړي؛ په بهر کي له مېشتو تجارانو یې هم وغوښتل چي ددې ډاډمن امنیت څخه دي په ګټي اخیستني سره پانګونه وکړي.
نوموړي هلمند ولایت د نفوسو او اراضۍ له پلوه پراخ ولایت په ګوته کړ وې ویل: هلمند د هېواد په کچه یو پراخ زراعتي ولایت دی چي د تاریخ په اوږدو کي دغه ولایت نورو ولایتونو ته صادارات درلودل اوس په کار ده چي یو ځل بیا دغه ولایت خپل نوم دغه برخه کي ځلاند وساتي.
یادوني وړ ده چي دا مهال دغه ولایت کي تر"۱۵۰" زیاتي مختلفي فابریکې شتون لري چي زرګونه کسان پکښې په کار بوخت دي.
هلمند والي د صنعتکارانو او تجارانو سره د یوې غونډي پر مهال ولیدل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode