05
شورو, نوومبر
1 New Articles

د ملاتړ او مبارکی اعلان

هلمند
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رياست رئیس الحاج غلام یحیی پښتون په مشرۍ، د هيئت مديره غړو حاجي محمد رحیم امیني، حاجي آغا محمد پوپل، حاجي راز محمد بارک، حاجي عبدالقدیر پوپل، حاجي توريالي نوراني   ، حاجي احمد جان محمدي ، حاجي محمد سليم ، د صرافانو د اتحادیې مرستیال حاجي محمد آصف نورزی، د تېل‌فروشانو د اتحادیې رئیس حاجي نورعلي خان، او د اقتصادي شورا غړو حاجي محمد امین اسحاقزی، حاجي عبدالغفور حيدري ، حاجي عبدالمنان ، حاجي حافظ صاحب ، صنعتکار حاجي محمد نعيم کريمي او ملي تجارانو  ګډون کړي وو.

یاده غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوي ټاکل شوي رئیس الحاج سید کریم هاشمي د ملاتړ په موخه ترسره شوه. 
ګډونوالو د سيد کريم هاشمي ته  د رهبري د پیل مبارکي وویله، د ښاغلي هاشمي د وړتیا، ژمنتیا او خدمت ته د تیارۍ ستاینه وشوه ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې ښاغلی هاشمي به د خپلې نوې دندې له لارې د ولس، سوداګرو او متشبثینو لپاره لا ډېر مثبت بدلونونه راولي او د  هغه پر تجارتي تجربو او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې یې پر هڅو اعتماد څرګند کړ.

همداراز ګډونوالو د ملي یووالي، خصوصي سکتور د ودي، او د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د ښاغلي هاشمي صاحب له رهبرۍ سره يي بشپړ ملاتړ اعلان کړ، او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه به له مرکزي رهبري سره ګډ کار ته دوام ورکوي.

د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه
1404/5/16