د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي لیدنه له یوناما دفتر له مسولینو سره
د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي، الحاج غلام یحیی پښتون ، د شخړو او منازعاتو د حل کميسيون مشر حاجي آغا محمد پوپل ، حاجي توريالي نورانی ، عامل مدیر قدرت الله توخي ، د یوناما دفتر د سیاسي چارو له مسؤول ښاغلي اکټبو سره ځانګړې لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د خصوصي سکتور د وضعیت، د پانګوالو د خوندیتوب، د سوداګرۍ د ودې، او د سیمهییزو سوداګرو د ستونزو په اړه مفصل بحث او نظرونه تبادله کړل.
د سوداګرۍ خونې مشرتابه الحاج غلام يحيي پښتون ، د یوناما له دفتره غوښتنه وکړه چې د سوداګرو د ستونزو د نړیوال انعکاس او د سیمهییز ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي. ښاغلي اکټبو د خصوصي سکتور اهمیت ته په اشارې سره ډاډ ورکړ چې دوی به د تجارتي ستونزو د حل او همغږۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا لیدنه د نړیوالو ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا یوه مهمه لاستهراوړنه ګڼل کېږي.
1404/5/22
د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي لیدنه له یوناما دفتر له مسولینو سره
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode