04
نهي, نوومبر
1 New Articles

دهلمند ولایت دسوداګري او پانګونی اتاق دروند رئیس الحاج غلام يحيي پښتون دافغانستان دسوداګري او پانګونی اتاق د هیت مدیره غړي په توګه ټاکل شویدي

هلمند
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان دسوداګری او پانګونی اتاق  په وړاندیز او د عالقیدر امیر مؤمین حفظه الله تعالی دټاکل شوی اقتصادی کمیټه په تائيد او منظوری د هلمند ولایت دسوداګری او پانګونی اتاق رئیس الحاج غلام يحيي پښتون ددغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونی ریاست تر څنګ دافغانستان دسوداګری او پانګوني اتاق د هیت مدیره غړي په تو ګه هم  ټاکل شویدي.

دغه ستر مسؤلیت او ویاړ نه یوازې د نوموړي د شخصیت او خدمتونو ښکارندوي کوي، بلکې د هلمند ولایت د ټولو خلکو، سوداګرو او پانګوالو لپاره هم یو ستر ویاړ او افتخار ګڼل کېږي.

موږ باور لرو چې د نوموړي په رهبرۍ سره به د هلمند ولایت سوداګرۍ ته نوې وده ورکړل شي، د پانګونې لپاره به مناسبې لارې پرانېستل شي او د ولایت د اقتصادي ودې لپاره به لا زیات فرصتونه رامنځته شي.

 د الله تعالی له دربار څخه د لا زیاتو بریاوو غوښتونکي یو 

د هلمند ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونی ریاست
نيټه : ۱۴۰۴/۶/۱۱