د هلمند د سوداګرۍ خونې مشرانو د افغانستان اسلامي بانک له نوي مدیر سره وکتل

هلمند
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تېره ورځ يکشنبه د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلي حاجي عطا محمد اخلاقي د یادې ادارې د رهبري غړو حاجي محمدرحیم آمين ، حاجي عبدالقدير پوپل ،حاجي احمدشاه خان وصال، حاجي محمد نسيم روفي ،حاجي احمد جان محمدي ، د صرافانو د اتحاديې رئيس حاجي احمدشاه مدني ، مرستيال حاجي محمداصف نوراني ،د هلمند ولايت د اتاق صنايع او معدن مرستيال حاجي صالح محمد سنځر او د همدي اتاق د شخړو او منازعاتو د حل کميسون رئيس حاجي قدرت الله کاکړ او یو شمېر ملي سوداګرو صنعتکارانو په ملتیا، د افغانستان اسلامي بانک له نوي مدیر ښاغلي قاري محمدلعل هيوادمل سره، چې تازه یې په هلمند ولايت کې خپله دنده پیل کړې، کاري او دوستانه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان اسلامي بانک نوي مدیر ښاغلي قاري محمدلعل هيوادمل  ته د زړه له کومي هرکلی وویل شو، او د نوموړي راتګ د هلمند ولایت د مالي خدمتونو د لا ښه والي لپاره یو مثبت ګام وبلل شو. ښاغلي حاجي عطا محمد اخلاقي له نوي مدیر وسره د خوښۍ څرګندونې وکړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ، نوموړي ټینګار وکړ چې د خصوصي سکتور او مالي بنسټونو ترمنځ همغږي کولای شي د ولایت اقتصادي بهیر ته نوي فرصتونه او پرمختګونه راولي.

همداراز، د افغانستان اسلامي بانک مدیر له رهبري پلاوي او سوداګرو څخه مننه وکړه، او هیله یې وښوده چې د هلمند له متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو سره به ګډ کار ته دوام ورکړي. هغه وویل چې د اسلامي اصولو پر بنسټ به شفاف، مؤثر او خلکو ته نږدې بانکي خدمات وړاندې کوي.