په دې پروګرام کې چې درانه الحاج انجنیر محمد ګل محمودي د ماليې رئیس، درانه الحاج سید جمالالدین هاشمي د نړیوالو چارو رئیس او درانه محمد یوسف امین د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي آمر ګډون کړی و، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالي ریاست له خوا د دې لوی کرهڼیز شرکت مسئولینو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویل شول چې د هرات د خونې مشرتابه پریکړه کړې چې د کرهڼې سکتور د فعالیتونو د پیاوړتیا له لارې د کروندګرو، سوداګرو او پانګوالو اقتصادي وده لا پسې پرمختګ وکړي.
همدارنګه د دې مراسمو په ترڅ کې د سبحان تابش صوفیان اصلاح شوی تخم تولیدي کرهڼیز شرکت محترم رئیس د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه د تل پاتې همکارۍ څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې په کرهڼه سکتور کې له نږدې یو میلیون ډالرو پانګونې سره غواړي د افغانستان کروندګرو او کرهڼیز کارکوونکو ملاتړ وکړي.
د سبحان تابش صوفیان اصلاح شوی تخم تولیدي کرهڼیز شرکت به په کرهڼې کې د تخصصي کار او د افغان کروندګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو په تولید کې فعالیت وکړي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي ګډون د اصلاح شوو زراعتي تخمونو د تولید شرکت د پرانیستې په مراسمو کې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode